د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ولسمشر ټرمپ څرګندونې بې بنسټه بللي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا شارژدافیر ورغوښت اود جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تازه نیوکو په وړاندې یې احتجاج وړاندې کړ.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې پاکستان پدې تورن کړی چې له امریکا څخه یې میلیاردونه ډالر مرستې ترلاسه کول خو د امریکا سره یې مرسته نه کوله. ښاغلي ټرمپ دا هم لیکلي چې پاکستانیان په ایبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن له پټنځاې نه خبر و.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې ددې هیواد د بهرنیو چارو مرستیالې تهمینه جنجوعه په اسلام آباد کې د امریکا د متحده ایالاتو شارزدافر پاول جونز ته ویلي چې د ښاغلي ټرمپ "بې بنسټه بیان" او بې اساسه تورونه د هغې هیواد ته "په بشپړه توگه د منلو وړ" ندي.

په اعلامیه کې راغلي چې جنجوعه "د اسامه بن لادن په اړه د اشارو په ردولو سره د امریکا شارزدافر ته ور په یاد کړي چې دا د پاکستان د استخباراتي ادارې همکاري وه چې د اسامه بن لادن د اوسیدنې د ځای په هکله یې لومړني شواهد وړاندې کړي وو".

دا لومړی ځل دی چې پاکستان په ښکاره منلي چې په ٢٠١١ کې یې د بن لادن د پتې په معلومولو او په ایبټ آباد کې پوځي اکاډمۍ ته نژدې د هغه په پټنځای باندې په برید کې رول لوبولی دی.

د دوشنبې په ورځ (نوامبر ١٩) په ټویټر کې پر پاکستان باندې د ښاغلي ټرمپ د تورونو له لگولو وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ ملامتي په پاکستان نه اچوي او او پر خپل رسمي ټویټر یې دا هم ولیکل چې باید ښاغلی ټرمپ په تاریخي حقایقو پوه کړل شي.

ښاغلي خان دا هم ویلي چې پاکستان د امریکا په جنګ کې ډیر څه له لاسه ورکړي او اوس دا هیواد هغه څه کوي چې د خلکو په ګټه یې وي.

XS
SM
MD
LG