په پاکستان کې امنیتي مقاماتو جمعه نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) وویل چې وسله والو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جماعت اسلامي مشر وژلی دی.
د پولیسو ځايي مسئول وقار رفیق فرانس پرس ته وویل: "د جماعت اسلامي د باجوړ مشر صوفي حمید پنجشنبې ماښام د لمانځه وروسته له جومات د وتلو په حال کې وو چې په موټر سایکل سپور مخ پټو وسله والو ورباندې ډزې وکړې."
د پولیسو دغه چارواکي وویل چې وسله والو له ډزو کولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ په سیمه کې وسله والې ډلې له ډیر وخت راهیسې فعالې دي.
د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې په ټلیګرام کې په یو پیغام کې وویل چې د دوی "وسله والو د مرتد ګوند یو چارواکی وژلی دی."
د داعش دغه ځایي څانګې د سیاسي ګوندونو په خلاف ګڼ بریدونه کړي چې په دې کې په باجوړ کې د تیر کال بمي چاودنه شامله ده چې پکې د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۵۴ کسان ووژل شول.
د سیمې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "یوازې په روان کال کې دوی یوازې په هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژلي دي."
د خیبر پښتونخوا برسېره د بلوچستان په ایالت کې هم اسلامي وسله والې ډلې او جدايي غوښتونکي په سیاسي ګوندونو او حکومتي چارواکو باندې په مکرر ډول بریدونه کوي.
په دغو وسله والو ډلو کې د "تحریک طالبان پاکستان" ډله هم شامله ده.
په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي. د زیاتره بریدونو پړه د "تحريک طالبان پاکستان" پر وسله والې ډلې اچول شوي. اسلام اباد وايي چې دغه ډله په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو داخلي ستونزو د حل لار په کور دننه ولټوي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه