د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) د بلوچستان ایالت د سیمهییزو چارواکو له قوله په یو راپور کې وویل چې پر یوې نیمه پوځي پوستې باندې د بېلتونپالو وسلهوالو په برید کې اوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
یوه ځايي چارواکي په راپور کې د نوم د نه یادولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وویل "شاوخوا ۴۰ څخه تر ۵۰ وسلهوالو ترهګرو د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې په یوې سرحدي پوستې برید وکړ، چې اوه عسکر یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل."
هغه زیاته کړه چې د دواړو خواو ترمنځ نښته څو ساعته دوام وکړ.
د یوې ځايي ملکي ادارې چارواکي په دې برید کې اوښتې مرګ ژوبله تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې ټپیان له دغې لرې پرتې سیمې څخه په الوتکه کې د درملنې لپاره د کوټې ښار ته لېږدول شوي دي.
د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ ویاند جیوند بلوڅ د دغه برید مسولیت منلی دی خو په اړه یې ډیر جزئیات نه دي ورکړي.
له دې وړاندې هم په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ پر پاکستاني عسکرو په ځانګړې توګه پنجابیانو باندې د اکثرو بریدونو د مسولیت منلو ادعا کړې ده.
دغه وسلهوال غورځنګ تر ډېره د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین له خوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د بلوچستان د طبعي زیرمو په لوټولو تورن کړي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ په اکس ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په شریکولو سره دا "ترهګریز برید" بللی او غندلی یې دی.
هغه ویلي: "د برید د عاملینو په وړاندې به بیړني اقدامات ترسره شي."
دا برید یوه اونۍ وروسته له هغې شوی چې افغانستان او ایران سره نږدې د بلوچستان د اورګاډي په یو تم ځای کې د بلوچ بیلتونپالو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول.
د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ وویل چې دغه برید "د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې د پاکستان د پوځ په هغه ډلګي باندې شوی چې د پلي نظام په ښوونځي کې یې روزنه بشپړه کړې وه."
دغه بیلتونپالي غورځنګ په اګست میاشت کې هم د لسګونو وسلهوالو له خوا د بریدونو د همغږۍ مسولیت په غاړه واخیست. په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول چې د مرګژوبلې له پلوه په سیمه کې کمساری و.
فورم \ دبحث خونه