د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په بیروت کې د حزب الله مرکزي دفتر ویشتی


د اسرائیل پوځ وایي جمعه سپټمبر ۲۷ ( تلې شپږمه) یې د لبنان پایتخت بیروت ته څیرمه په څو ودانیو هدفي هوایي بریدونه کړيدي.

پوځ ویلي چې دا ودانۍ د ضاحیه په سیمې کې د حزب الله "ترهګرې ډلې" مرکزي دفترونه و چې تر هوایي بریدونو وروسته په بشپړه توګه هوار شوي او سترې لوخړې ترې پورته کیدې.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویاند په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې د حزب الله "اصلي مرکز" په نښه شوی او دا یې هم ویلي چې دا مرکز په قصدي توګه د خلکو اوسیدو ودانیو لاندې جوړ شوی و.

سره لدې په اسرائیل کې سرچینو ویلي چې د برید په هکله متحده ایالاتو ته له وړاندې احوال ورکړل شوی و خو د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن ویلي چې پدې هکله متحده ایالاتو له وړاندې معلومات نه و ورکړل شوي او نه یې پدې برید کې لاس درلود.

تر اوسه پدې هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي خو د لبنان په تلویزیون کې خپرو شویو ویډیوګانو کې معلومیږي چې له برید وروسته له څو ودانیو لوګي پورته کیږي او خاورې خځلې هرې خوا ته پرتې دي.

د اسرائیل پوځ پرته لدې چې شواهد یا ثبوت وړاندې کړي، ادعا کړې چې پدې هوایي بریدونو کې یې د حزب الله ګڼ شمیر قوماندانان وژلي دي.

د جمعې ورځې بمبارۍ دومره زورورې وې چې د بیروت په ټول ښار کې یې غږونه اوریدل شویدي او عیني شاهدانو ویلي دا په لبنان باندې د اسرائیل تر تولو خطرناک هوایي برید و.

په اسرائیل کې په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د دې بریدونو هدف د حزب الله مشر حسن نصر الله و، خو هغې ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې پدې برید کې نصرالله ته هیڅ زیان ندی رسیدلی.

د اسرائیل پوځ په سیمه ایز وخت نن شنبه سهار مهال هم په لبنان کې د حزب الله په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړې او ادعا یې کړې چې د محمد علي اسماعیل په نامه د حزب الله د توغندیو قطعې قوماندان ، د هغه مرستیال او نور جګپوړي چارواکي یې وژلي دي.

د بیروت په جنوب کې د سیمې یو اوسیدونکي ویلي چې "بریدونه دومره زورور ته به وا چې زلزله و. "

د حزب الله ډلې ددې هوایي بریدونو څخه وروسته وویل چې د اسرائیل په لور یې ګڼ شمیر توغندي وار کړیدي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.


د اسرائیل پوځ په لبنان کې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بیروت په جنوب کې له هغو سیمو ووځي چې حزب الله پکې مرکزونه لري.

اسرائیل همدارنګه ویلي ایران به پرې نږدې چې د بیروت هوایي ډګر له لارې حزب الله ته وسلې ولیږدوي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې جنګي جیټ الوتکې یې چمتو دي د وسلو کشف په صورت کې لاس په کار شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG