د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل 'د بري تر حاصلولو' پورې د حزب الله سره د جګړې ګواښ کړی


د اسرائیل پوځ "شمالي حوزې ته د عملیاتو لپاره" دوه د احتیاط لواګانې غوښتي دي.
د اسرائیل پوځ "شمالي حوزې ته د عملیاتو لپاره" دوه د احتیاط لواګانې غوښتي دي.

اسرائیل پنجشنبې سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) د متحده ایالاتو په مشرۍ په لبنان کې د ۲۱ ورځو اوربند غوښتنه رد کړه، او ګواښ یې وکړ چې "د بري تر حاصلولو" پورې به د حزب الله له جنګیالیو سره جګړه وکړي.

په روانه اونۍ کې، په لبنان کې د حزب الله پر هدفونو باندې د اسرائیل په بمباریو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. حزب الله چې د ایران ملاتړ لري، په ځواب کې پر اسرائیل باندې توغندي وار کړي دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په ایکس شبکه کې لیکلي: "په شمال کې هیڅ اوربند نه کیږي. موږ به د بري تر حاصلولو پورې په خپله وسه د حزب الله ترهګر سازمان سره جګړه کوو، ترڅو [بې ځایه شوي] خلک په شمال کې په مسئون ډول خپلو کورونو ته ستانه شي."

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له کتنې وروسته، امریکا، فرانسې او څو نورو متحدینو په لبنان کې د ۲۱ ورځو اوربند غوښتنه وکړه.

ددغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په لبنان کې وضعیت "نه زغمونکی " او د اسرائیل او لبنان د خلکو په ګډون د هیچا په ګټه ندی.

ددغو ډیپلوماتیکو هلوځلو سره سره په لبنان کې جګړې زور اخیستی دی.

د اسرائیل پوځ وویل په ختیځې بقاع درې او جنوبي لبنان کې یې د حزب الله ډلې ۷۵ هدفونه په نښه کړي چې له کبله یې په تیرو څو ورځو کې ګڼ شمېر لبنانیان په دغو سیمو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې ۳۸ تنه د دغه هېواد په جنوب، ۱۲ تنه د وادي البقاع او ۲۲ نور د بیرت په شمال او جنوب کې وژل شوي دي. چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې ۴۰۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

په روانه اونۍ کې د څلورم ځل لپاره، اسرائیلي پوځ په پایتخت بیروت کې د حزب الله په مرکزونه بریدونه ترسره کړل. حزب الله ته نږدې سرچینو ویلي چې په دې بریدونو کې ددغې ډلې د بې پیلوټه الوتکو قطعې مشر په نښه شوی دی.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې له لبنان څخه شاوخوا ۴۵ راکټونه توغول شوي، ځینې یې شنډ شوي او نور په اسرائیل کې په شاړو ځمکو کې لګېدلي دي.

حزب الله ویلي چې "د لبنان او لبنان د خلکو د دفاع" په خاطر یې د اسرائیل په شمال کې د حیفا ښار ته څېرمه پوځي اډې په نښه کړي دي.

ممکنه ځمکنی برید

اسرائیل د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې له غزې څخه پام په شمال کې له لبنان سره د خپل سرحد د امنیت ټینګولو ته اړوي. اسرائیل د تېر کال د اکتوبر اوومې راهیسې په غزه کې د حماس له ډلې سره په جګړه بوخت دی.

حزب الله چې د حماس ملاتړې ډله ده، له همهغه وخت راهیسې د لبنان په سرحد کې د اسرائیل له پوځ سره په جګړه بوخته ده چې له کبله یې د سرحد په دواړو غاړو کې په لسګونو زره خلکو خپل کورنه پرې ایښي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا وکړي، ویلي چې د اسرائیل په شمال کې د خپلو کورونو ته د خپلو مسئون ستنول ورته لومړیتوب لري.

د اسرائیل د پوځ مشر جنرال هرزي هالوي پر سرتیرو غږ کړی چې د حزب الله په خلاف ممکنه ځمکني برید ته چمتو شي. د اسرائیل پوځ همدارنګه "شمالي حوزې ته د عملیاتو لپاره" دوه د احتیاط لواګانې غوښتي دي.

په ګڼ شمېر د خلکو بې ځایه کېدل

د دوشبنې په ورځ په لبنان کې د اسرائیل په بمباریو کې ۵۵۸ کسان ووژل شول. دا په لبنان کې د ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د کورنۍ جګړې راهیسې ترټولو خونړۍ ورځ وه.

دغه تاوتریخوالي ډیرو خلکو ته د ۲۰۰۶ د جګړې یاد تازه کړی چې په ترڅ کې یې په لبنان کې ۱۲۰۰ تنه زیاته ملکي خلک او ۱۶۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې زیاتره یې پوځیان وو.

د ملګرو ملتونو په وینا، په لبنان کې د اسرائیل د بمباریو له کبله تراوسه شاوخوا ۹۰ زره خلک اړ شوی چې د حزب الله تر کنترول لاندې سیمو کې خپل کورونه پریږدي او ددغه هېواد نورو برخو ته کډه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ، د سوریې دوو امنیتي سرچینو فرانس پرس ته وویل چې په روانه اونۍ کې شاوخوا ۲۲ زره کسان د لبنان څخه سوریې ته اوښتي دي، چې ډیری یې سوریایان دي.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG