د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس له لورې د یرغمل شویو اسرائیلیانو د کورنیو غړو لاریون پیل کړی


له حماس سره د برمته ۲۴۰ اسرائیلیانو د کورنیو غړو له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لاریون پیل کړی.
له حماس سره د برمته ۲۴۰ اسرائیلیانو د کورنیو غړو له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لاریون پیل کړی.

د حماس لخوا د ۲۴۰ یرغمل شویو اسرائیلیانو، چې ګمان کیږي په غزه کې ساتل کیږي، د کورنیو غړو د هغوی د خلاصون لپاره له تل ابیب څخه تر بیت المقدس پورې پنځه ورځنی لاریون پیل کړی دی.

د اسرائیل مقامات وايي چې د حماس د اکتوبر د اوومې په برید کې ۱۲۰۰ زیاتره ملکي اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور ددغه ډلې له خوا یرغمل شوي دي.

لاریون کوونکي د اسرائیل له حکومت څخه غواړي چې د دوی د عزیزانو د خوشې کېدو لپاره یې لا ډېر څه وکړي.

یو شمېر لاریون کوونکي وايي د خپلو عزیزانو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

یوال اران په کیبوز بیري کې د حماس له برید څخه روغ وتلی، خو د دریو ماشومانو په ګډون د کورنۍ اووه غړي یې یرغمل شوي دي.

هغه وايي "زه تل اندیښمن یم، تل درد ګالم او نور په کور کې کښیناستی نشم. باید یو څه وکړم، او زه به د یرغمل شویو له نورو کورنیو سره په دې لاریون کې ګډون وکړم."

د شال لیوي لسمۍ نامه چې په لومړیو کې یې حماس په ټولنیزو رسنیو کې ویډیو هم خپره کړې وه، تښتول شوې ده. شال وايي حکومت ته د پیغام رسولو په موخه یې په لاریون کې ګډون کړی دی.

هغه وايي: "موږ په تل ابیب کې له موزیم څخه تر بیت المقدس پورې لاریون پیل کړ. په دې هیله چې چارواکي او صدراعظم وګورو او پرې فشار راوړو چې بله هیڅ لار نشته، یوازې دا چې ټول [یرغمل شوي] باید کور ته ستانه شي."

اسرائیل په دې باور دی چې حماس او اسلامي جهاد یرغمل شوي کسان د روغتونونو او نور ودانیو لاندې په تونلونو کې ساتي، خو حماس دا تور رد کړی دی.

د اسرائیل د پوځ ویاند ډنیل هګري په یوه ویډیو کې یو ځای ښيي چې وايي یرغمل شوي هلته ساتل کېدل.

هغه په دې ویډیو کې وايي: "زه غواړم تاسو دا خونه وګورئ. یوازې پرده یې ځړولې بل هیڅ شی نشته دیوال دی. پر دیوال د پردې ځړولو لپاره بل هیڅ دلیل نشته مګر دا چې له یرغمل شویو څخه ویډیو واخلي او ویې لیږي."

د حماس او اسلامي جهاد ډلې چې متحد ایالات یې د ترهګرو ډلو په توګه پيژني، په ټولنیزو رسنیو کې د یرغمل شویو کسانو ویډیوګانې خپرې کړې دي.

اسرائیلي شنونکي په دې باور دي چې دا ویډیوګانې په زور اخیستل شوې دي. د حماس ډلې یو ویاند په تازه خپرې شوې یوې ویډیو کې ویلي چې غواړي د پنځو ورځو اوربند او د اسراییل له زندان څخه د فلسطیني میرمنو او کوچنیانو د خوشې کېدو په بدل، ۷۰ یرغمل اسرائیلي میرمنې، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان خوشې کړي.

د حماس د وسله والې څانګې ویاند ابو عبیده ویلي: "په تړون کې باید اوربند او د غزې تړانګې ته د بشري مرستو لیږد ته اجازه ورکول شامل وي. خو دښمن د دغې معاملې د بیې پرې کولو لپاره ځنډ کوي او تښتي."

اسرائیلي چارواکي وايي دوی اندیښمن دي چې په پنځه ورځني اوربند کې به حماس بیا په وسلو سنبال شي او د اسرائیل سره به جګړې ته دوام ورکړي.

د یرغمل شویو کسانو د کورنۍ غړي اندیښمن دي چې وخت له لاسه وځي او هیله من دي چې د دوی دا لاریون د اسرائیل او نړۍ پام د یرغمل شویو کسانو بد وضعیت ته راواړوي او د هغوی د خوشې کېدو هڅې لا نورې هم کړندۍ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG