د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) ویلي چې په غزې کې د اوربند د بل پړاو په هکله خبرې دوشنبې په ورځ پیلیږي.
ټاکل شوې چې د اسرائیل مشر دوشنبه واشنګټن ډي سي ته ورسیږي چې د متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف سره وګوري.
د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل مشر به د ټرمپ سره په ملاقات کې د غزې او اسرائیلي برمته شویو کسانو په هکله خبرې وکړي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې نتنیاهو به په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سره د اوربند په هکله وغږیږي چې وروسته به ځانګړی استازی ویکتوف د قطر او مصر د چارواکو سره خبرې وکړي.
قطر او مصر د متحده ایالاتو سره په ګډه له تیرو ۱۵ میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل -حماس تر منځ د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره په خبرو کې منځګړتوب کړی.
د حماس ډلې د شنبې په ورځ هم د اسرائیل درې برمته شوي خوشې کړل خو ویل کیږي چې لا هم د ۷۰ په شاوخوا کې اسرائیلیان په غزې کې بندیان دي.
د هغه اوربند پر بنسټ چې د حماس او اسرائیل ترمنځ له ۱۵ میاشتنیو جګړې وروسته ټینګه شوه، پریکړه شوې چې د اوربند په لومړیو شپږو اونیو کې د حماس له بند څخه ۳۳ اسرائیلي یرغملشوي په مقابل کې د سلګونو فلسطیني زندانیانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي. په دغو زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې د اسرائیل له خوا د عمر بند سزا ورکړل شوې ده.
تر اوسه ۱۵ یرغملشوي، چې په کې پنځه ټایلنډي کارګران هم شامل دي، د شاوخوا ۴۰۰ فلسطیني زندانیانو په مقابل کې تبادله شوي دي.
بلخوا حماس اسرائيلو ته ویلي چې د یادو ۳۳ یرغملشویو له ډلې اته کسان مړه شوي دي. د حماس د بنديانو د معلوماتو دفتر وايي، د شنبې په ورځ د درې اسرائیلي یرغمل شویو په بدل کې ۹۰ فلسطیني زندانیان خوشې کېږي، چې په کې نهه کسان د عمري بند سزا او ۸۱ نور د اوږدو بندونو باندې محکوم وو.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وسله والو د ناڅاپي برید له کبله د اسرائیل د استخباراتي ناکامۍ له امله د کور دننه له پراخو نیوکو سره مخ دی، تورن شوی چې د جګړې په لومړیو کې د یرغملشویو د خوشې کولو د تفاهم د لاسلیکولو په برخه کې یې ځنډ کړی دی.
نتنیاهو داسې مهال متحده ایالاتو ته د خبرو لپاره راځي چې جمهور رئیس ټرمپ د غزې اوسیدونکو برخلیک په هکله د تازه څرګندونو له کبله په سیمې کې اندیښنې پیدا شوي. ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۳۰ ټینګار وکړ چې مصر او اردن به د غزې بې ځایه شوي کډوال ومني.
خو د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو په قاهره کې یوې غونډې پر مهال د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.
دغو لوړپوړو عربي دیپلوماتانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د جوړجاړي، شړلو، د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو، بې ځایه کېدو، په بل ځای کې د مېشتېدو لپاره د سیمې تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅونې په ګډون ټولې هغه لارې چارې ردوي چې له امله یې فلسطینیان له خپلې خاورې څخه جلا کېږي.
له دې وړاندې په سیمه کې د متحده ایالاتو دوو متحدینو مصر او اردن له فلسطینانو څخه د غزې د تړانګې د پاکولو په اړه د ټرمپ وړاندیز په مکرره توګه رد کړی دی.
فورم \ دبحث خونه