د لاس رسي وړ اتصالات

مارکو روبیو له قطر څخه د دوو امریکايي وګړو په خوشې کیدو کې د مرستې له امله مننه کړې


د امریکا د متحده ایالاتو او د قطر بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې دغو دوو چارواکو د غزې د اوربند په تړاو هم خبرې کړي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو او د قطر بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې دغو دوو چارواکو د غزې د اوربند په تړاو هم خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هیواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په غزه کې د منځګړیتوب د ګډو هڅو او د قطر په منځګړیتوب افغانستان کې طالبانو له بند څخه د دوو امریکایانو د خوشې کیدو په اړه هم خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۸ (سلواغې نهم) په دغه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو خواو په غزه کې د منځګړیتوب د ګډو هڅو په دوام او ددغو هڅو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د قطر څخه ددغه هیواد د ښه نیت د هڅو له امله چې په پایله کې یې په افغانستان کې نیول شوي دوه امریکایان خوشې شول هم مننه وکړه".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ددغې ټیلیفونې اړیکې په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مارکو روبیو محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په دې ټیلیفوني خبرو کې په غزه کې د منځګړیتوب د هڅو سربیره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دوو امریکايي بندیانو د خوشې کیدو په اړه هم خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "هغه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ' غیر قانوني ډول' د دوو نیول شویو امریکایانو په خوشې کولو کې د اسانتیاو د برابرولو له امله مننه څرګنده کړه".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت جنورۍ ۲۱ (سلواغې دوېیمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه ویلي وو چې د امریکا د متحده ایالاتو له یو زندان څخه یې د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کیدو او افغانستان ته د انتقال په بدل کې د قطر په منځګړیتوب دوه امریکايي بندیان خوشې کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې خوشې شوی افغان خان محمد نومیږي او امریکايي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله. خو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د خوشې شویو امریکايي وګړو د هویت او شمیر په اړه څه نه وو ویلي.

خو د سي ان ان تلویزیوني شبکې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادلې په اړه په راپور کې ویلي وو چې طالبانو د خان محمد د خوشې کیدو په بدل کې ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي په نومونو دوه امریکايي وګړي خوشې کړي او جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په نوم دوه نور امریکايي وګړي لا هم د طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو جنورۍ ۲۵ (سلواغې شپږم) خبرداری ورکړ که چیرې دا ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي وګړي هم بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام" وټاکي.

ښاغلي روبیو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، لیکلي چې ورته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي اتباع هم بندیان دي.

د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات لیکلي: " که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوي ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، ښایي تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو ټاکلی و".

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین د جنورۍ ۲۷ (سلواغه اتمه) په افغانستان کې د امریکايي وګړو د توقیف په مقابل کې د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

شاهین د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونو په اړه امریکا غږ ته په یو لیکلي پيغام کې ویلي: "زموږ تګلاره دا ده، چې د سوله ایزو اقداماتو له لارې د حل لارې پیدا کړو."

هغه زیاته کړه: "د یرغل او فشار په مقابل کې، د افغانستان د خلکو د ورستیو کلونو جهاد د ټولو لپاره یو درس دی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG