د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اسرائیل پنځه سرتیري وژل شوي


د اسرائیل پوځ ویلي چې په غزې تړانګې کې د حماس ډلې پر ضد جګړې کې یې یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) پنځه سرتیري وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، ویل شوي چې څلور سرتیرې د غزې په جنوب کې د جګړې په ډګر کې وژل شوي او پنځم یې بیا د اکټوبر اوومې جګړې کې ټپي شوی و او په سمیه ایز وخت نن یکشنبه مړ شو.

د اسرائیل پوځ د تیرې پنجشنبې په ورځ هم ویلي و چې د غزې په تړانګه کې یې د احتیاطي ځواکونو دوه غړي وژل شوي و.

د اسرائيل د ملي وحدت ګوند مشر بیني ګانتز وروسته تائید کړه چې په وژل شویو کې یو یې د اسرائیل د اضطراري کابینې د یو وزیر ګادي ایزنکوت زوی، ګال میر ایزنکوت و.

ګال ازینګوت په غزې کې په یو تونل کې د ننه په یوې چاودنې کې ووژل شو. هغه په اسرائیل کې روغتون ته هم انتقال شوی و خو د ژورو ټپونو له کبله یې سا ورکړه.

د ټایمز اف اسرائیل خپرونې معلوماتو له مخې چې په غزې کې د حماس- اسرائیل تر منځ جګړې په هکله معلومات راټولوي، د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې چې اسرائیل په غزې کې د حماس پر ضد هوایي بمبارۍ او د ځمکې د لارې یرغل پيل کړی، ددې هیواد نږدې سل سرتیرې پدې جګړې کې وژل شوي.

په غزې کې د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې تر دې دمه د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ۱۷۴۸۷ کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

تر اوسه د حماس ډلې څه ندي ویلي چې پدې جګړې کې یې څومره غړي او وسله وال وژل شوي خو د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیلي ځواکونو تر دې دمه د حماس اووه زره وسله وال وژلي خو د خپلې دې ادعا په هکله یې کوم ثبوت وړاندې نکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG