ټاکل شوې چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ له اوربند وروسته د بندیانو په پنځمې تبادلې کې اسرائیل د دریو برمته شویو سړیو خوشې کیدو په بدل کې ۱۸۳ فلسطینیان چې د بیلا بیلو تورونو له کبله بندیان دي، آزاد کاندي.
د فلسطیني بندیانو کلب په نامه د غیر حکومتي سازمان ویاند اماني سرحنه ، جمعه فبروري اوومه ( سلواغې ۱۹) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ۱۸ داسې فلسطینیان هم خوشې کیږي چې د اسرائیل لخوا پرې د عمري قید سزا راختلې.
ښاغلي سرحنه همدارنګه وویل چې ۵۴ نور چې د اوږدې مودې په سزا محکوم دي، هم خوشې کیږي او ۱۱۱ بیا هغه فلسطینان دي چې په اسرائیل باندې د حماس ډلې خوا د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشتې ناڅاپي بریدونو څخه وروسته نیول شوي.
لا معلومه نده چې د ۱۸۳ کسانو له جملې چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د اسرائیل له زندانونو خوشې شي، څومره یې میرمنې او څومره یې سړي دي.
ها خوا بیا د حماس ډلې منلې چې د شنبې په ورځ به درې اسرائیلي سړي چې د تیرو ۱۶ میاشتو راهیسې ددې ډلې سره برمته و، خوشې کوي.
د تیرې جنوري میاشتې د ۱۹ مې نیټې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند شوی، د جمعې تر ورځې د حماس ډلې ۱۳ برمته شوي کسان خوشې کړي او اسرائیل بیا سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.
د اوربند تړون له مخې د حماس ډله به په لومړي پړاو کې ۳۳ اسرائیلي برمته شوي کسان خوشې کوي او په بدل کې به یې اسرائیل نږدې ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان آزادوي.
د اسرائیل او حماس تر منځ د بندیانو تبادلې پنځم پړاو داسې مهال کیږي چې اسرائیلي چارواکو له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د پلان جوړولو امر کړی.
د اسرائیل د دفاع وزیر ، اسرائیل کاتز تیره ورځ وویل چې له غزې څخه د ځمکې، هوا او سمندر له لارې په زیات شمېر فلسطینیانو د وتلو لپاره یې پوځ ته د پلانونو د تیارولو امر کړی دی.
کاتز له غزې څخه د فلسطینيانو د وتلو په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وړاندېز هرکلی کړی او دا یې یو "زړور پلان" بللی دی. د حماس د اورپکو په ضد د اسرائیل د پوځ په ځمکنیو او هوایی بریدونو کې د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ماښام، فبروري څلورمه (د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به په نورو هیوادونو کې میشت کړي او غزه به د منځني ختیځ په ترټولو ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي. فلسطیني چارواکو د ټرمپ وړاندیز رد کړی دی.
عرب لیګ، چې ۲۲ هېوادونه یې غړیتوب لري، وویل چې د ټرمپ پلان د بې ثباتۍ لامل کیږي او د فلسطیني دولت د جوړېدلو سره مرسته نه کوي.
استرالیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې، سعودي عربستان او هسپانیا ټولو د ټرمپ له وړاندیز وروسته ویلي چې دوی د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي چې د ټرمپ وړاندیز به "د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه" وي. عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې "د فلسطیني خلکو او د هغوی د جایزو حقونو ساتنه وکړي."
حماس ویلي د غزې تړانګې په اړه د ټرمپ وړاندیز "په سیمه کې د ګډوډۍ او کړکېچ د رامنځ ته کولو یوه لاره ده. ددې پرځای چې له صهیونیستي اشغال څخه د نسل وژنې او د خلکو د بې ځایه کولو د جنایتونو حساب وشي، ورته د سزا پرځای انعام ورکول کیږي."
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له یو برید وروسته پیل شوه چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۳۵۰ نور یرغمل شول.
د اسرائیل په ځوابي هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د فلسطیني روغتیایي چارواکو په وینا، له ۴۷ زره څخه ډیر خلک وژل شوي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیل پوځ وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ وسله وال یې وژلي دي.
فورم \ دبحث خونه