د لاس رسي وړ اتصالات

حماس د هغو څلورو یرغمل شویو میرمنو نومونه په ډاګه کړل چې په راتلونکې تبادلې کې یې خوشې کوي


دا څلور واړه برمته شوې د اسرائیل د پوځ سرتیرې دي.
دا څلور واړه برمته شوې د اسرائیل د پوځ سرتیرې دي.

د حماس ډلې جمعه جنوري ۲۴ ( سلواغې پنځمه) د هغو څلورو اسرائیلي برمته شویو میرمنو نومونه په ډاګه کړله چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د اوربند په دویمې تبادلې کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې آزادې شې.

دا د تیرې یکشنبې راهیسې چې د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړتوب په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ اوربند شوی، دویم ځل دی چې بندیان تباله کیږي.

څلور واړه میرمنې چې د شنبې په ورځ خوشې کیږي، د اسرائیل سرتیرې دي چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشتې په اوومې نیټې د اسرائیل په جنوب کې د یوې نظامي اډې څخه تښتولې وې.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې تائید کړې چې د دې څلورو برمته شویو میرمنو لست یې د منځګړو له لارې تر لاسه کړی او دا یې هم ویلي چې خپل ځواب به وروسته ووایي.

ټاکل شوې چې د بندیانو تبادله په سیمه ایز وخت د شنبې په ماسپښین وشي.

لا معلومه نده چې اسرائیل به دا ځل د دې دریو برمته شویو کسانو په بدل کې څومره فلسطینیان آزاد کړي، خو د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ یې د دریو میرمنو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان د زندانونو څخه خوشې کړي و.

مصر چې د قطر او متحده ایالاتو په ګډون یې د سولې پدې خبرو کې منځګړتوب کړی، د همدې تیرې شنبې په ورځ یې وویل چې اسرائيل به د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د ۳۳ اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې له ۱۸۹۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د فرانس پرس د راپور له مخې د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بندیان به د اوربند د لومړي ۴۲ ورځني پړاو په جریان کې خوشې شي.

د بندیانو تبادله داسې مهال کیږي چې ګڼ شمیر فلسطینیان خپلو ورانو شویو مېنو ته ستنیږي او له مصر څخه دې تړانګې ته د مرستندویه موادو رسیدل هم ډیر شوي.

د رانا محسن په نامه یوه فلسطینۍ چې د غزې په شمال کې د جبالیا ښارګوټي کې خپل کور ته ستنه شوې، د فرانس پریس خبري اژانس ته یې وویل، " بالاخره خپل کور ته راغلو. کور مو ندی پاتې، یوازې خاورې خځلې دي خو همدا زمونږ کور دی".

پداسې حال کې چې په غزې کې د اوربند منځګړي دواړه خواوې څاري خو د اورنبد یو شرط دا و چې دې تړانګې ته به بشري مرستندویه موادو استول ډیریږي او دا چې اسرائیلي ځواکونه به د غزې څخه اوځي. څارونکي همدارنګه کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ دایمي اوربند وکړي.

د اسرائیل – حماس تر منځ په غزې کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله الو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، شاوخوا ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزې باندې د اسرائیل په هوایي بمباریو او ځمکني یرغل کې بیا څه ۴۷ زره کسان وژل شوي چې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي اکثریت وژل شوي ماشومان او میرمنې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG