د لاس رسي وړ اتصالات

د مۍ لومړۍ نېټه؛ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پيل شوي


ولسمشر بایډن اعلان کړ و چې د مۍ له لومړۍ نېټېه وروسته د ځواکونو وتل پیلوي
ولسمشر بایډن اعلان کړ و چې د مۍ له لومړۍ نېټېه وروسته د ځواکونو وتل پیلوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي‌ چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواګونو د وتلو بهیر رسماً پیل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د مۍ له لومړۍ نېټې وروسته به له افغانستان څخه د ځواکونو وتل پیلوي چې دا بهیر به د سپتمبر په میاشت کې بشپړیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیاء نن شنبه مۍ ۱(غويي ۱۱) په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې تر څو ورځو د بهرنیو ځواکونو قرارګاوې افغان سرتیرو ته وسپارل شي.

هغه په هلمند ولایت کې د شورابک پوځي قرارګاه یادونه وکړه چې په وینا دغه پوځي قرارګاه د بهرنیو ځواکونو لخوا خالي شوې او ټاکل شوې تر سبا پورې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ فعلاً د (قرارګاو) د تسلیمۍ په حالت کې یو، ممکن سبا په شورابک کې یو کوچنی ټيم ساحه پرېږدي او په همدې ترتیب سره یو په بل پسې سیمې خالي کوي او خپل اصلي مرکز چې د مثال په ډول بګرام دی هغه ځای ته انتقالیږي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په ننني کنفرانس کې وویل چې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به وسله وال طالبان خپل بریدونه زیات کړي.

ښاغلي محب زیاته کړه چې دغه ډله د جګړې له لارې د قدرت تر لاسه کولو هڅه کوي او په وینا افغان ځواکونو یې د مقابلې لپاره پوره چمتووالی لري.

وسله والو طالبانو ویلي دا چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه ځنډېدلي په وینا یې دغه «سرغړونه» د نړیوالو ځواکونو پر ضد طالبانو ته د هر ډول اقدام لار خلاصوي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی په دې اړه د خپل مشر امر ته په تمه دي چې په وینا یې د هغه تر پرېکړې وروسته به په هغه عمل وکړي.

د امریکا او طالبانو د دوحې د توافق په اساس ټاکل شوې وه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه وتلي وای.

خو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر تر دې مخکې ویلي که طالبان د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو د وتلو د بهیر پر مهال پر هغوی برید وکړي،‌ سخت ځواب به ورکړي.

XS
SM
MD
LG