د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د کار په لومړۍ ورځ د مسلمانانو پر مهاجرت بندیر لغو کوي 


د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن
د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن

ټاکل شوې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړۍ ورځ امریکا ته د یو شمیر اسلامي هیوادونو پر اوسیدونکو باندې لګیدلی بندیز لېرې کړي.

د ښاغلي بایډن د دفتر راتلونکې رئیس ران کلین، د سپینې ماڼۍ راتلونکو لوړپوړو چارواکو ته په یو یادداشت کې ویلي چې نوی جمهور رئیس به د خپل کار په لومړۍ ورځ ددې اقدام برسیره د امریکا متحده ایالات د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون سره بیرته یوځای کړي.

د امریکا جمهور رئیس د ونالد ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د یو فرمان په صادرولو سره د اوو اسلامي هیوادونو - عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن – اتباع د امریکا متحده ایالاتو ته له سفر کولو بند کړل.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي وو چې پر یو شنیر هیوادونو باندې د سفر بندیز یوه اړتیا ده چې په وینا یې متخده ایالاتو ته د سخت دریځو او ترهګرو د راتللو مخه ونیول شي.

ښاغلي بایډن د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې د دونالد ټرمپ دغه اقدام "بېځایه" ګڼلی او ژمنه یې کړې وه چې د جمهور رئیس په توګه د خپل کار په لومړۍ ورځ به دغه محدودیت له منځه یوسي.

ښاغلي ټرمپ درې کاله مخکې د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه د امریکا د ایستلو تصمیم اعلان کړ، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې که د پاریس د اقلیم د بدلون شرایط د امریکا لپاره ښه شي واشنګټن تیار دی چې بیرته ددغه تړون سره یوځای شي.

ښاغلي کلین ویلي دي چې جو بایډن به همداشان په دولتي دفترونو او داخلي سفرونو په ترڅ کې د ماسک تړل لازمي اعلان کړي.

هغه زیانه کړه چې ددې تر څنګ په موقته توګه د محصلینو د پورونو بیرته ورکولو ځنډول او هغوی چې بانکونو ته د خپلو کورونو میاشتی قسط نشي ورکولی د هغوی د کورونو د لیلام کیدو د مخنیوي تدابیر د ښاغلي بایډن د لومړۍ ورځې په تصمیمونو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG