د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کارولینا ډله ییز برید؛ بایډن یو ځل بیا د وسلو په کنترول ټینګار وکړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس په شمالي کارولینا کې تازه ډله ایز برید غندلی او ویلي چې د وسله وال تشدد پیښې دومره ډیرې شوې چې آن د ځینو په هکله یې په مطبوعاتو کې څه نه ویل کیږي.

د برید څخه وروسته چې پنځه کسان پکې ووژل شول جو بایډن په یوې اعلامیې کې وویل، " نور بس ده. د ډیرو کورنیو سره مو غمرازي او دعا وکړه چې د دې ناوړه ډله ایزو وژنو غم یې په غاړه دی" .

ښاغلي بایډن یو ځل بیا په هیواد کې د هغو وسلو د بندیز غوښتنه وکړه چې ډیری وخت په ډله ایزو وژنو کې ترې کار اخیستل کیږي خو دا غوښتنه په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له کبله د ناکامۍ سره مخ شوې.

هغه وسله وال چې ګمان کیږي پنځه تنه یې د کارولینا په ایالت کې وژلي، ۱۵ کلن دی او د پولیسو لخوا تر ټپي کیدو وروسته یې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

پېښه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله ۲۱) دغه ایالت د «رالیف» په ښار کې شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د ښار ښارولې ماري-ان بالډوین خبریالانو ته وویل: «دا د رالیف ټول ښار لپاره یوه تراژیدي ورځ ده.

جمهور رئيس بایډن پداسې حال کې یو ځل بیا پدې وسلو د بندیز غوښتنه وکړله چې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو بریدونو د څو پیښو څخه وروسته کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه چې جمهور رئیس جو بایډن هم توشیح کړه.

په وسلو د کنټرول د لایحې تر څنګ متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي

XS
SM
MD
LG