د لاس رسي وړ اتصالات

اردن د اسرائیل – فلسطین تر منځ د خبرو کوربه توب کوي


په غونډې کې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی هم ګډون کوي.
په غونډې کې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی هم ګډون کوي.

ټاکل شوې چې اردن به یکشنبه د فلسطین او اسرائیل د جګپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو تر منځ د غونډې کوربه توب د تشدد د مخنیوي لپاره وکړي چې پدې وروسیتو کې یې زور اخیستی او دا ویره یې پیدا کړي چې ښایي د تشدد لمن لا پراخه شي.

په خبرو کې به د متحده ایالاتو استازی هم ګډون وکړي.

دا به په تیرو څو کالونو کې لومړی ځل وی چې د اسرائیل او فلسطین امنیتي مشران مخامخ خبرو ته سره کښیني.

د غونډې تنظیم کوونکي وایي چې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن ځانګړی استازی بریټ مک ګورک به په غونډې کې ګډون وکړي.

غونډه د یوې ورځې لپاره د سرې بحیرې د العقبه په بندري ښار کې دایریږي او په سیمه کې د مهمو ګوندونو استازي به هم پکې برخه اخلي.

دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې اردن پدې بحثونو سره کوښښ کوي د واشنګټن او په سیمه کې د مهم ملګري مصر سره په ګډه په غزې، لویدیځې غاړې او فلسطین نورې خاورې کې بیرته آرامي راولي.

په عین حال کې د اردن یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د غونډې هدف د سیاسي راتلونکې لپاره فلسطینیانو ته هیله ورکول دي او زیاته یې کړه چې په غونډې کې به په هغو واقعیتونو خبرې وشي چې اوس مهال په سیمه کې روان دي.

د فلسطینیانو او اسرائیل امنیتي ځواکونو تر منځ پدې تیرو څو میاشتو کې شخړو زور اخیستی او د نړیوالې ټولنې لپاره یې اندیښنه پیدا کړي چې ښایي دا شخړې به د اسرائیل – فلسطین تر منځ د پراخې شخړې سبب شي.

د اردن د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د اسرائیل – فلسطین تر منځ په دومره لوړه کچه غونډه پدې تیرو څو کالونو کې بې سارې ده او دا یې غټه لاسته راوړنه بللې.

د اسرائیل او فلسطین تر منځ د تشدد تازه پیښه د همدې روانې فبروري میاشتې په ۲۲ مې وشوه.

په فلسطین کې د روغتیا مسئولین او یو شمېر عیني شاهدان وايي په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل پوځ په عملیاتو کې د دریو وسله والو په ګډون نهه تنه ووژل شول‌ او شاوخوا ۹۰ تنه نور ژوبل شول.

د اسرائیل پوځ مني چې د «نابلس» په سیمه کې یې عملیات کړي خو ‌په اړه یې نور جزیات ورکړي‌ نه دي.

په فلسطین کې د «اسلامي جهاد» ډلې ویلي چې د اسرائیل پوځ د دوی دوه سیمه ایز قومندانان محاصره کړي چې جګړه یې وپاروله او نور وسله وال هم په کې دخیل شول.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په سیمه کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي‌ او د سیمې ځوانان زرهي موټرونه په ډبرو وېشتلي دي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې ۶۲ فلسطینیان چې عام خلک او د وسله والو ډلو غړي پکې شامل دي، د تشدد په پیښو کې وژل شوي.

په عین حال کې بیا د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په همدې مودې کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ اسرائیلیان او یو اوکراینی سیلاني وژل شوی.

XS
SM
MD
LG