د لاس رسي وړ اتصالات

د یو پاکستاني خبریال وژل کیدل؛ سږکال پاکستان کې اته خبریالان وژل شوي


پاکستاني مقاماتو د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۸ (سرطان ۲۸مه) وویل چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د یوې ځايي ورځپاڼې خبریال ملک حسن زیب د یکشنبې په ماښام د پېښور په نوښار سیمه کې د دوو وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا ووژل شو.

حسن زیب دریم خبریال دی چې په روان کال کې په خیبرپښتونخوا کې وژل کیږي او د هغه په وژل کیدو سره په پاکستان کې سږ کال د وژل شویو خبریالانو شمیر اته تنو ته رسیدلی او دا په پاکستان کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو په هیواد کې دننه او بهر د رسنیو د مدافع سازمانونو غوسه راپارولې ده. د رسنیو او خبریالانو د حقونو ملاتړي د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د رسنیو د کارکوونکو د وژلو قضیې دې وڅیړي او عاملین دې د عدالت منګولو ته وسپاري.

په امریکا کې میشت د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ملک حسن زیب وژنه غندلې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د خبریالانو د وژنو په زیاتیدو حیران شوی دی. دې سازمان د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي یې دي: "پاکستاني مقامات باید د تاوتریخوالي دغه ناوړه څپه سمدستي ودروي او د ملک حسن زیب د وژنې عاملینو سره دې حساب وکړي."

د خبریالانو د دفاع یو سازمان ویلي چې په پاکستان کې پر خبریالانو د بریدونو د عاملینو معافیت د وېرې او ډار فضا رامنځته کړې او د بیان د ازادۍ د حق مخه نیسي. دغه بنسټ ویلي دي چې پر خبریالانو د بریدونو عوامل ارزوي.

تر اوسه کومې ډلې په پاکستان کې پر خبريالانو د بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو پاکستاني فعالان وايي، چې لږ تر لږه نيمايي دغه خبريالان د رسنیز کار له امله وژل شوي دي.

د بې سرحده خبريالانو په درجه بندۍ کې، پاکستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۲م ځای لري، چې سږ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې دوه درجې راټیټ شوی. بې سرحده خبريالانو پاکستان د خبريالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.

په اسلام اباد کې میشت د بیان د ازادۍ د دفاع سازمان فریډم نیټورک په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۲۲ کال پورې په یوه لسیزه کې لږ تر لږه ۵۳ خبریالان وژل شوي دي خو د دغو خبریالانو له ډلې یوازې د دوو کسانو دوسیې ارزول شوي خو بیا هم عاملینو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG