د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د انتخاباتو په قضیې کې د شواهدو اوریدو لپاره د محکمې نیټه وټاکل شوه


د متحده ایالاتو یوې فدرالي قاضۍ چې د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لخوا د ۲۰۲۰ کال جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې بدلولو د محاکمې مشري کوي، سه شنبه اګست ۸ (زمري۱۷ ) څارنوالانو او د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو ته امر کړی چې د جمعې په ورځ دې په محکمې کې خاضر شي.

سره لدې چې د ټرمپ مدافع وکیلانو او د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوي ځانګړي مفتش جیک سمیت دفتر د نیټې د ټاکلو پر سر جنجال درلود، خو قاضۍ تانیا چټکان دواړو خواوو ته حکم کړی چې د راتلونکې جمعې په ورځ اګست ۱۱مه د واشنګټن پر وخت سهار په ۱۰ بجو دې محکمې ته حاضر شي.

دا قاضۍ غواړي دواړو خواوو سره پدې وغږیږي چې د مخکني جمهور رئیس د قضیې اړوند شواهدو څخه ډول ګټه اخیستل کیدی شي او څه ډول د عامو خلکو سره شریکیدی شي.

حکومتي څارنوالانو ویلي و چې محکمې ته د خاضریدو لپاره ټوله اوونۍ وخت لري خو د ټرمپ مدافع وکیلانو غوښتل چې دا غونډه دې بلې اوونۍ ته وځنډول شي.

د فدرال څارنوالانو د یو داسې حفاظتي حکم صادرولو غوښتنه کړې چې له مخې به یې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته دا حد وټاکل شي چې پرې د تازه لګیدلو تورونو په هکله څومره معلومات د عامو خلکو سره شریکولی شي.

خو د ښاغلي ټرمپ حقوقي ډلې د حکومت دې غوښتنې سره اختلاف ښودلی او استدلال کوي چې د معلوماتو په شریکولو محدودیت به د بیان آزادۍ لپاره د د دوي د مؤکل د حق څخه سرغړاونه وي چې د متحده ایالاتو اساسي قانون کې خوندي دی.

بل پلو بیا څارنوالان وایي ډونالډ ټرمپ ښایي د همدې معلوماتو له مخې چې ځیني یې ډیر محرم دي، هغه شاهدان وګواښي چې ښایي د ټرمپ پدې قضیې کې په محکمې کې شاهدي ورکړي.

څارنوالانو پخپلې عریضې کې ویلي چې د دې ډول حفاظتي حکم صادریدل په ځانګړې توګه مهم دي ځکه چې "مدعي علیه (ډونالډ ټرمپ) پخوا په ټولنیزو شبکو کې د قاضیانو، شاهدانو، مدافع وکیلانو او نورو کسانو په هکله څرګندونې کړي چې د هغه پر ضد حقوقي موضوعاتو سره تړلي دي".

معمولاً په دا شان قضیو کې مدافع وکیلان د حفاظتي حکمونو سره مخالفت نه څرګندوي ځکه پدې کار سره د حکومتي څارنوالانو لخوا د شواهدو شریکولو چارې ځنډیږي.

څارنوالانو ویلي چمتو دي چې د دې قضیې په هکله په زیاته پیمانه شواهد د ټرمپ حقوقي ټیم ته وسپاري چې ډیر یې حساس او محرم معلومات دي او تر څڼګ یې دا اندیښنه هم څرګنده کړې که ټرمپ د منصفه هیت د مرکو څخه تر لاسه شوي اسناد په عامه توګه خپاره کړي، د شاهدانو لپاره به" زیان رسوونکې" اغیزه ولري.

د محکمې د نیټې پر سر جنجال د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ډلې یوه بله هڅه دي چې غواړي هر څومره چې امکان لري، دا محاکمه وځنډول شي.

قاضي تانیا چټکان د جمعې ورځې په غونډې کې د ښاغلي ټرمپ حاضریدل معاف کړي او یوازې مدافع وکیلان به یې د حکومتي څارنوالانو سره یو ځای په محکمې کې حاضر وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG