د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې جومات کې دننه ځانمرګی برید شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل د په یو جومات کې دننه ځانمرګی برید شوی او دوه پولیس یې زخمیان کړي دي.

د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په پېښه کې یو پولیس او یو ملکي کس وژل شوي او درې پولیس او څلور ولسي خلک ژوبل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو مشر وحید مجروح امریکا غږ اشنا ته وویل چې تر اوسه دوه مړي او شپږ زخمیان شفاخانې ته انتقال کړل شوي دي.​

ښاغلي نجیب دانش امریکا غږ اشنا ته وویل ځانمرګي غوښته جومات ننوځي خو "پولیسو یې مخه نیولې چې بیا یې ځان د جومات په اشپز خانې کې الوزولی دی".

هغه وايي دوه ځانمرګي بریدګر د جومات په اشپزخانې کې وژل شوي دي. برید په دشتې برچې کې د الزهرا په نامه یو جومات کې شوی دی.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې له چاودنې مخکې او وروسته ډزې هم شوې دي.

الزهرا د شیعه ګانو جومات دی چې په کې وخت ناوخت ځیني مخور شعیه مشران او سیاستوال هم ویناوې کوي.

XS
SM
MD
LG