د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو نن بیا د کابل کندهار لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده


د کابل کندهار لویه لاره د اوږدو کلونو راهیسې یو ناامنه لار ده خو دا لمړی ځل دی چې مخالف وسله وال دا لار د مسافرو برمخ تړي.
د کابل کندهار لویه لاره د اوږدو کلونو راهیسې یو ناامنه لار ده خو دا لمړی ځل دی چې مخالف وسله وال دا لار د مسافرو برمخ تړي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د افغان امنیتی ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې د غزني په مرکز د شهباز په سیمه او د اندړو د ولسوالۍ د ناني په سیمه کې رواني دي چې له امله یې د نن سهار راهیسې د کابل کندهار لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د غزني ولایتي چارواکي وایي چې د جګړو له امله د دغې لارې مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

ښاغلي احمدي وویل چې د افغان ځواکونو ځانګړي کوماندو ځواکونه غزني ته رارسیدلي چې ژر به دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانستل شي.

ګڼو مسافرینو له اشنا رادیو سره په خبرو کي په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چي د عامو مسافرو ستونزي په پام کي ونیسي او پر لاره بند پاته مسافرو ته د تګ موقع برابره کړي.

عیني شاهدانو له امریکا غږ سره په تلیفوني خبرو کي وويل چي تر لسو زرو زیات مسافر په یاده سیمه کي د جګړې او د وسله والو طالبانو د بندیز له کبله بند پاته دي.

دا لار چي د کلات له ترنک سیمي څخه بیا د غزني ولایت تر ملا نوح بابا سیمي پوري رسیږي په بیلا بیلو برخو کي یې وسله وال طالبان د سړک پر سر او یاهم د سړک سره په نږدې کلیو کي پراخ حضور لري.

دا په تیرو ۱۴ کالو کي لمړی ځل دی چي د دولت وسله وال مخالفین د کابل – کندهار لویه لار چي لمړی درجه شهرا بلل کیږي، د ترافیکو پر مخ تړي.

د حاجي بشیر په نوم یو تن مسافر چي پرون سهار له کندهار څخه کابل ته رهي شوی او نن د دوهمي ورځي لپاره د غزني او زابل ترمنځ سیمه کي بند پاته دی وایي " دغه لار د پرون سهار ۶ بجو راهیسی وسله والو طالبانو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې له کندهار څخه کابل ته او له کابل څخه کندهار ته تلونکي مسافر د پرون راهیسي خپل د سپرلیو په موټرو او بسانو کي د لاري پر سر بند پاته دي ، نه اوبه شته نه خوراک او نه هم داسي یو ځای چي تر سایه لاندي يې څوک کښېني ، یوازي د تیلو پمپونه که وګوري پر یوه يې تر۲ زره زیات کسان لیدل کیږي."

هغه وايي چي له هرات او نیمروز ولایتونو څخه د کابل په نیت راغلي زرګونه مسافر په کندهار، زابل او غزني ولایتونو په مربوطاتو کي د لاري پرانیستل کیدو ته انتظار باسي.

په کندهار کي د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورت یو تن مسئول حاجي اغا جان امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چي د دوی ګڼ بسونه د پرون ورځي راهیسی له سل ګونو مسافرو سره یو ځای د کابل – کندهار د لويې لاري پر سر په سړه هوا او وچه دښته کې د جګړې له کبله بند پاته دي .

د کابل – کندهار لویه لار تر ۱۳ زیات مرکزي، جنوبي، جنوب غربي او غربي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي.

بلخوا وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې چي رسنیو ته يې لېږلی د یادي لار تړل کیده خپل جګړیز تکتیک بللی او د مسافرینو په ګډون يې له تجارانو او ترانسپورترانو څخه غوښتي چي د لاري د پرانیستل کیدو تر وخته ورباندي تګ راتګ ونه کړي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG