د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ـ کندهار لار نن هم اعتراض کوونکو تړلې ده


د کابل ـ کندهار لار د غزني یو شمیر اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.
د کابل ـ کندهار لار د غزني یو شمیر اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.

د کابل ـ کندهار لویه لار نن د څلورمې ورځې لپاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او په ورته وخت کې د غزني ولایت د امنیت د ټینګیدو لپارهدغه ولایت ته اضافي امنیتي ځواکونه هم رسیدلي دي.

تیره شپه د غزني په مرکز کې د لایون کونکو د تحصن د خېمې د ټولو پر مهال د مظاهره کونکو او پوليسو ترمنځ اخ ډب کې ۲ تنه لاریون کونکې ټپیان شوي دي.

همداشان د قره باغ د ولسوالۍ د یو شمیر اوسیدونکو د ادعا له مخې امنیتي ځواکونو د لاریون درې تنظیمونکي له ځان سره هم وړي دي.

د کابل ـ کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.

د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد د کلي اوسیدونکې ادعا کوي چې د په سیمه کې د دوو قبیلو ترمنځ، د اوبو په سر شخړې وروسته د یوې قبیلې مربوطو کسانو چې یو شمېر غړي يې په سیمه ییزو پوليسو کې هم دندې لري، پر یوه کور یرغل کړی دوه تنه يې وژلي ، دوه تنه يې ژوبل کړي او دوه تنه نور يې له ځان سره ژوندلي بېولي.

د دغه لاریون یو تنظیمونکي انجنیر صدیق الله ذهین امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل تیره شپه په غزني کې د تحصن د خېمې د سوځولو په غبرګون کې د تېر په پرتله د لاریون کونکو شمېر هم زیات شوی او احساساتي شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل ـ کندهار لویه لار هم دوی بنده ساتلې او دغوښتنو د عملي کیدو تر وخته به خپل لاریون ته دوام ور کړي.

انجینر دهین وویل "په غزني ښار کې د بلخ دروازې ته نږدې زموږ د تحصن پر خېمه پوليسو حمله وکړه کله چې تحصن کونکو مقاومت ورسره وکړ، پوليسو په ډزو کې زموږ دوه تنه ټپیان دي او اوس په روغتون کې دي او زمونږ درې تنه مشران چې د لاریون تنظیمونکي وو هم پوليسو ټپیان کړي او نن خلک ډير راغلي او احساساتي هم دي".

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې د غزني امنیت ساتلو لپاره په غزني ښار کې اضافي سرتيري ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې د ممکنه ورانکارۍ مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه چې پوليس د قانون سره سم چلند کوي او ولایتي اداره هم هڅه کوي چې ستونزه حل کړي.

په کندهار کې د مسافر وړونکو بسانو د اتحاديې چارواکې وايې چې د کابل پر لوري هیڅ موټر تګ ندی پیل کړی او په قره باغ ولسوالۍ کې د بند پاته مسافرو لپاره هم هیڅ اقدام ندی شوی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG