د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کموالی؛ حکومت د 'ناورین' خبرداری ورکړی


د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر خبرداری ورکړی چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ ټیټه شوې چې له امله به یې خلک د اوبو د کموالي له ناورین سره مخ شي.

د امرالله صالح د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په کابل کې د نفوس چټکه وده، د لوړپوړو غیرمعیاري او غیرپلاني ودانیو جوړول، له ښاري پلان پرته د ښار پراختیا او له اوبو څخه د ناسمې استفادې له امله د کابل ښار په ځینو برخو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

په بیان کې راغلي: "په مجموعي ډول د کابل ښار پنځه نیم میلیون اوسیدونکي په کال کې د ځمکې لاندې د ۱۰۰ میلیون متر مکعب اوبو مصرف لري چې شاوخوا ۶۰ میلیون متر مکعبه یې بېرته د بارانونو له لارې زیرمه کېږي او په نتیجه کې یې موږ هرکال تر ۴۰ میلیون متر مکعبه اوبه کموالي سره مخ یو، چې د روان وضعیت په دوام سره به موږ په راتلونکو کلونو کې د اوبو کموالی د ناورین شاهدان واوسو".

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس په تېره یوه لسیزه کې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په اوسط ډول ۱۲ متره ټيټه شوې ده او د خیرخانې مینې سیمه چې په کې دا کچه ۴۵ مترو ته رسېږي د نورو سیمو په پرتله زیاته د اوبو له کموالی سره مخ ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ویلي حکومت به د هغو لوړپوړو ودانیو په مالکانو باندې درنې جریمې وضع کړي چې د قانون خلاف یې ودانۍ جوړې کړي.

همداشان افغان حکومت د کابل ښار له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتي چې د اوبو په مصروفولو کې سپما وکړي.

کابل کې د اوبو د کموالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې سږ کال په افغانستان کې د واورې او بارانونو کچه خورا ټیټه وه.

XS
SM
MD
LG