کابل سرینا، په افغانستان یوازینی عصري هوټل چې د تیرو څه باندې ۲۰ کالونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول،د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه خپل فعالیت بندوي.
سره لدې چې د دې هوټل په اعلامیې کې چې جمعه جنوري ۳۱ ( سلواغې ۱۲) خپره شوې د فعالیت بندیدو په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او یوازې دومره یې ویلي چې د دې هوټل پر مخ وړلو چارې به د فبروري میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته د یو دولتي شرکت ته وسپارل شي.
د سرینا هوټل مسؤلینو د دولتي شرکت نوم ندی په ډاګه کړی خو د اې پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا شرکت په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د دوو نورو هوټلونو چارې هم پر مخ وړي.
د کابل سرینا هوټل چارې د اقتصادي پرمختګ لپاره د آغا خان وجهي صندوق چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په نهو هیوادونو کې د سرینا په نامه هوټل لري، پر مخ وړلې.
تر سرینا وړاندې په همدې ځای کې د کابل هوټل په نامه میلمستون آباد و خو د آغا خان وجهي صندوق په ۲۰۰۲ کال کې د دې هوټل بیا رغونې چارې پیل کړلې او د افغانستان پخواني جمهور رئیس، حامد کرزي او پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کال کې پرانیست.
د کابل سرینا هوټل په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې څه باندې ۲۰ کالونو کې یې زرګونه افغانان په هوټل کې د میلمه پالنې په برخې کې روزلي، د زرګونو بهرنیو میلمنو او پلاوو کوربه توب یې کړی او په افغانستان کې په هوټلونو کې په نړیواله کچه د میلمه پالنې غوره اصول یې پر ځای کړیدي.
طالبانو تر اوسه د کابل سرینا هوټل د چارو اخیستو په هکله څه ندي ویلي خو د اې پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ددې هوټل چارې د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت لخوا یو شرکت ته ورسپارل شویدي.
د کابل سرینا هوټل په اعلامیې کې پدې باره کې معلومات ندي ورکړل شوي چې دا هوټل د کومو شرایطو له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت ته سپارل کیږي.
د سرینا هوټلونو په ویب پاڼې کې هم اوس مهال د افغانستان څانګه نه لیدل کیږي خو په پاکستان، تاجکستان او یو شمیر افریقایي هیوادونو کې یې څانګې فعالې دي.
د کابل سرینا هوټل چې د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ سره نږدې پروت دی، دوه ځلې پرې طالبانو بریدونه وکړل. لومړی برید یې په ۲۰۰۸ او دویم یې په ۲۰۱۴ کال کې وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني منلې وه چې په ۲۰۰۸ کال کې د کابل سرینا په هوټل برید یې تنظیم کړی و چې د یو امریکایي تبع په ګډون پکې اته تنه وژل شوي و.
فورم \ دبحث خونه