د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بلل شوی


ضمیر کابلوف وویل د افغانستان په اړه په روسیه کې جوړېدونکې غونډې ته د امریکا استازی ندی بلل شوی.
ضمیر کابلوف وویل د افغانستان په اړه په روسیه کې جوړېدونکې غونډې ته د امریکا استازی ندی بلل شوی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته یې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړیدونکې مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

کابلوف د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې درېیمه) د روسیې د تاس خبري اژانس ته وویل: "هغه [متقي] به نن راورسیږي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل په خپله ایکس (ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې دا پلاوی به دوه ورځې په مسکو کې تیرې کړي او بیا به تاتارستان ته ولاړ شي.

ټاکل شوې ده دا غونډه د سپتمبر په ٢٩ د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د استازو په ګډون د روسيې د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.

ضمیر کابلوف دا هم وویل چې امریکا ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نه، موږ [د امریکا استازي ته] بلنه نه ده ورکړې او موږ د داسې څه کولو اراده نه لرو."

د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې د افغانستان په اړه د "تریکا" خبرې اترې چې امریکا په کې برخه لرله، اوس په عملي توګه له منځه تللې دي. هغه وویل: "څلورو هیوادونو روسیې، چین، پاکستان او ایران یې ځای نیولی. د اوس دپاره همدا بڼه کار ته دوام ورکوي. وروسته به بیا وګورو."

کابلوف د افغانستان په اړه د روسیې په نوښت جوړیدونکې غونډې ته د امریکا د استازي د نه بلنې علت نه دی ښودلی، خو په وروستیو دوو کلونو کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي.

روسیه چې په تېرو دوو کلونو کې یې تل په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، تمه لري چې د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې او همدارنګه د ټولو توکمنو او سیاسي ډلو جوړ یو حکومت د جوړېدو لپاره پر متحد دریځ ټینګار وکړي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د کازان په غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، بین الافغاني خبرو، سیمه ییز امنیت او په افغانستان کې له جګړې وروسته د بیارغونې په اړه خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال جوړېږي. د ۲۰۲۲ په نومبر کې دا غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو د ۲۰۲۱ کال غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG