د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کې تازه شخړه شوې او ځینې کسان وژل شوي


نوي ډهلي د روان کال د اگست په پنځمه نیټه د کشمیر ځانگړي اختیارات لغو کړي و.
نوي ډهلي د روان کال د اگست په پنځمه نیټه د کشمیر ځانگړي اختیارات لغو کړي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند پوځ تورنوي چې پر کشمیر یې توغندي وار کړي دي او ملکیانو ته یې تلفات اړولي دي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې، چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) خپره شوې، ویل شوي دي چې په دغه برید کې درې ولسي خلک وژل شوي چې دوه یې ماشومان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه یې یو هندي دپلومات هم احضار کړی دی او د هند له لوري د (اوربند) ماتولو له کبله یې ورته اعتراض کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي په دغه برید کې اته نور کسان ژوبل شوي هم دي. دوی وايي پاکستاني ځواکونو هم متقابلې ډزې کړې دي خو د تلفاتو په اړه یې لا معلومات نشته.

په همدې حال کې هند وايي چې د کشمیر په انانتنګ کې یې درې وسله وال وژلي دي.

پاکستان او هند دواړه د کشمیر د مالکیت دعوه لري چې له دې کبله یې دوې جګړې هم کړي دي.

په دې وروستیو کې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل چې دغه کار پاکستان وپاروه.

XS
SM
MD
LG