د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ولسونو د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ


په ولسي کچه د هرکلي دا لمړنی غبرګون دی، چي د کندهار ولسي او سیاسي څیرې یې، د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه څرګندوي.
په ولسي کچه د هرکلي دا لمړنی غبرګون دی، چي د کندهار ولسي او سیاسي څیرې یې، د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه څرګندوي.

په کندهار کې سلګونه کسانو د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د ملاتړ په غونډه کې، له امریکا او متحدینو څخه يې وغوښتل، د پاکستان هغه حقیقي او حقوقي اشخاص چې له ترهګرۍ څخه کوي، په تورليست کې شامل او بندیزونه ورباندي ولګوي.

د جنوبي آسیا لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ د ملاتړ د غونډې ګډونوالود پاکستان پر ضد سختې څرګندوني وکړې او له امریکا او متحدینو څخه يې وغوښتل، چې د افغانستان پر ځاى په پاکستان کې نظامي ماموریت پيل او د ترهګرو مرکزونه لمنځه يوسي .

د کندهار، زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو د ولایتي شوراګانوغړو ، ولسي مشرانو او سیاسي څېرو په ګډون په نننۍ غونډه کې د یوه ۸ ماده‌ییزه پریکړه لیک په ترڅ کې غوښتنه وشوه، چې پر ځينو حقیقي او حقوقي پاکستاني اشخاصو دې، چې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي، بندیزونه ولګول شي.

د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي وویل "دترهګرو ځاله او د ترهګرو د روزلو دستګاه پاکستان دی په پاکستان کې تر ۷۰ زره زياتې مدرسې ترهګر روزي، افغانستان او نورو هيوادونو ته يي د مسلمانانو د ځپلو لپاره ليږي".

دغه راز د غونډې برخه والو په تیرو ۱۶ کلونو کې د زرګونه ملکي افغانانو، افغان او نړیوالو نظامیانو د وژنې مسئول پاکستان وګاڼه او پر افغان وسله والو طالبانو يې د سولي غږ وکړ.

د دوی پر وینا جګړه د ستونزو حل لار نه ده او وسله‌وال طالبان دې له افغان دولت سره د سیاسي مذاکراتو له لارې ستونزه حل کړي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل وويل، چې پاکستان له افغان وسله والو طالبانو څخه د خپلو اهدافو د ترلاسه کیدو لپاره کار اخیستی.

هغه وویل "اوس باید افغان طالبانو ته روښانه شوې وي چې پاکستان تاسو د خپلو ورونو د وژلو او د وحشت د بقا لپاره له تاسو څخه کار اخلي، تاسو باید د سولي لار خپله کړئ".

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان هیله څرګنده کړه چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي به د افغانستان خاوره د ترهګرو له منګلو څخه خلاصه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان ته باید د تیرو کړنو له کبله سزا ورکړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې دوشنبې په ماښام د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه.

په دې تګلاره کې امریکا اسلام‌آباد ته خبرداری ورکړی، که چیرې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د پناه ځایونو په لمنځه وړلو کې عاجل اقدام و نه کړي نو ډیر څه به له لاسه ور کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG