په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي چې تیر ماښام یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحد کې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د کندهار په یوې سرحدي ولسوالۍ د سلګونو وسله والو برید په شا وهلی دی.
په کندهار کې چارواکي وایي په دغه برید کې تر سلو د افغان حکومت مخالف وسله وال وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ ته وویل چې تیر ماښام په سلګونومخالفو وسله والو د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا څخه د کندهار ولایت د ښورابک په ولسوالۍ د یو پراخه برید تبیاه نیولې وه، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د دمخه رسیدلو استخباراتي معلوماتو له مخې افغان ځواکونوپرې د مخالفو وسله والو د برید د پیلیدو دمخه برید وکړ چې په کې مخالفو وسله والو ته د سر دروند زیان ورسید.
جنرال رازق وویل تیره شپه دغه وسله وال د ډېورنډ د کرښې څخه د افغانستان خواته له را اوښتلو سره سم تر برید باندي راغلل.
جنرال رازق وویل چې په ښورابک باندې د مخالفانو ددغه پراخه برید په شا وهلو کې افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ځواکونو هم هوایي مرسته کړې ده.
هغه وویل چې د وژل شویو وسله والو مړې لاهم په سیمه کي پراته دي
جنرال رازق وویل چې په وژل شوو وسله والو کې زیات شمیر یې پاکستاني او د ځینو نورو هیوادونو وسله وال هم شامل دي .
ښورابک ولسوالۍ د کندهار په جنوبي څنډه کې د ډیورنډ کرښي سره نږدې پرته ده چې د چارواکو په وینا له فرعې لارو څخه يې د افغان حکومت مخالف وسله وال پاکستان ته د تګ او راتګ لپاره کار اخلي .
خپله وسله والو طالبانو پدې باب رسنیو ته څه نه دي ويلي .