د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له رئیس او یو شمیر غړو سره د هراړخیز اوربند په اړتیا خبرې کړې دي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د جمعې په ورځ اکتوبر دویم (تلې ۱۱) په یو بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکاره لیزا کرتز او په قطر کې د دغه هېواد سفیره مالي في هم حضور درلود.
په بیان کې راغلي چې دواړو خواو "د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او په افغانستان کې د هراړخیز اوربند د اړتیا په اړه" خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په دې لیدنه کې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو پر پرېکنده ارادې او کاري خپلواکۍ ټینګار کړی او د مذاکراتو د بهیر پرمختګ لپاره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ مهم بللی.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو سره یې لیدلي او "د افغانستان د راتلونکي" په تړاو یې د هغوی نظریات اورېدلي دي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې امریکا به د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودریږي او زیاته کړې یې ده: "د افغانستان مرکچي پلاوي دغه غړې غواړي چې د افغان میرمنو له حقونو څخه دفاع وکړي او جګړې ته د پای ټکی کیږدي...".
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت همداشان ویلي چې ښاغلي ستانکزي تیره اونۍ د قطر د ملي امنیت له سلاکار محمد بن احمد المسند او د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په جلا لیدنو کې د افغان سولې په بهیر کې د قطر له همکاریو مننه کړې.
د قطر دغو لوړپوړو چارواکو د افغان سولې په مذاکراتو کې پر بې طرفۍ ټینګار کړی او ویلي دي چې له دغه بهیر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.