د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد قطر ته تللی، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو هیله لري


افغان حکومت هیله لري چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي
افغان حکومت هیله لري چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او راپورونه وايي چې د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره یې لیدلي او خبرې یې کړي دي.

اټکل کیږي چې د سولې د خبرو په دغه پړاو کې به د امریکا او طالبانو استازي "د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو" په اړه خبرې وکړي او کیدای شی چې په دې اړه یوې نتیجې ته ورسیږي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري امریکا غږ ته وویل: "د افغان دولت او خلکو هيله دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تازه پړاو به د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیزي او د افغانانو غوښتنې ته چې د تاوتریخوالي او وینو بندول دي، درناوی وشي".

د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ خبرې څه موده مخکې د بګرام په هوايي ډګر باندې د طالبانو له برید وروسته بندې شوې. هغه وخت خلیلزاد په خپل ټویټر کې ولیکل: "طالبان باید دا وښايي چې هغوی غواړي او دا توان لري چې د سولې په اړه د افغانانو غوښتنې ته ځواب ووايي."

د سولې د مطالعاتو د مرکز مشر خلیل الله ساپي چې په قطر کې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اړه مشورې کړې دي او اوس د خپل مشر، ملا هبت الله، وروستۍ پرېکړې ته منتظر دي.

هغه وویل: "د مذاکراتو دا پړاو به لنډ وي، ځکه چې دواړو خواو توافق کړی او په تړون کې تعدیلات نه راځي."

زلمی خلیلزاد داسې مهال قطر ته ځي چې څو ورځې مخکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه چې د ایران او امریکا ترمنځ یې روابط کړکیچن کړي دي.

داسې اندېښنې شته چې ښايي د تهران او واشنګنټن ترمنځ خراب روابط د افغانستان د سولې په بهیر هم منفي اغیز وکړي. خو افغان حکومت دا اندېښنې بې ځایه بللي دي.

XS
SM
MD
LG