د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي


د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په قطر کې له طالبانو سره په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کېدو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۸مه» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد تېره شپه د ولسمشر غني په ګډون له نورو افغان چارواکو سره د قطر د وروستیو غونډو د جزئیاتو د شریکولو پرمهال ویلي چې، د موقت حکومت په اړه بحث د ده له صلاحیتونو ‌څخه نه دی او دی یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره وي.

نوموړي‌ ویلي"د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسؤلیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم."

خلیلزاد: طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې شوي
خلیلزاد: طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې شوي

​بیان وايي چې ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ویلي چې له طالبانو سره یې د اوربند پر مسئله بحث کړی، خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي ویلي چې امریکايي لوري په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی، خو دا چې طالبان به بین الافغاني مذاکراتو ته کښېني که نه دی به د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره بیا له طالبانو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو په قطر کې د امریکایي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه ویلي و چې دواړو لورو د موقت حکومت، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه موافقه کړې ده، خو ښاغلي خلیلزاد دغه راپورونه رد کړل.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې طالبانو د قطر په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې، خو وايي، چې تر اوسه په دې امریکا ورسره هېڅ ډول پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

هغه ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه به پر ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ تر بحث لاندې نیول کېږي.

زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځینو خبرو وروسته د تېرې شنبې په ماښام کابل ته راورسېدی.

خلیلزاد له طالبانو سره وروستې خبرې ګټوري بللې وې
خلیلزاد له طالبانو سره وروستې خبرې ګټوري بللې وې

نوموړي د قطر غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پر خپل ټویټر له طالبانو سره خبرو کې خوښي ښودلې وه او زیاته کړې وه چې د "مهمو مسایلو په اړه د پام وړ پرمختګ" شوی دی.

​د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وړمه شپه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د شنبې په مازدیګر د قطر په غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحث او مذاکرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG