د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د منځنۍ اسیا هیوادونو چارواکو سره پر افغان سولې غږیدلی


زلمي خلیلزاد باثباته افغانستان د سیمې په ګټه بللی دی.
زلمي خلیلزاد باثباته افغانستان د سیمې په ګټه بللی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د منځنۍ اسیا پنځو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزیستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد نن چهارشنبه جولای لومړۍ (چنګاښ۱۱) ویلي چې د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره یې د افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو او په یاد بهیر کې د منځنۍ اسیا هیوادونو د رول په اړه هم خبرې کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو باثباته او سوکاله افغانستان د منځنۍ آسیا لپاره مهم بللی دی.

نوموړي زیاته کړې ده: "یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمه یزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سوله ییزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي."

هغه ویلي چې په دغه لیدنه کې په یادو هیوادونو کې د پانګونې او د پولې په شااوخوا کې د فرصتونو په اړه هم غږېدلی دی.

زلمي خلیلزاد د تیرې جون میاشتې پر ۲۸مه پر افغان سولې د بحث لپاره قطر، ازبکستان او پاکستان ته سفر پيل کړ.

له ښاغلي خلیلزاد سره په دغه سفر کې د امریکا متحده ایالاتو د مالي او پراختیايي موسسې مشر ادم بولر او پلاوی هم ملتیا کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي و چې زلمی خلیلزاد به د ویډيويي کنفرانس له لارې له افغان چارواکو سره هم خبرې وکړي.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر ویلي چې پرون سې شنبه یې له ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې بهیر په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د عبدالله عبدالله له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې د تاوتریخوالي کمېدو، د بندیانو د تبادلې، د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو او د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله ویلي چې ټولو خواوو بین الافغاني خبرو ته د رسېدو په هدف د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان جمهوري ریاست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافقنامې د عملي کېدو په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG