د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد ولسمشر غني ته د سولې روان بهیر په اړه معلومات ورکړي


زلمی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیر د «لېندۍ پر ۲۷مه»امریکا غږ ته وویل، چې زلمي خلیلزاد نن چهارشنبه په ارګ کې ولسمشر غني سره کتلي دي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چې زلمي خلیلزاد په دغه لیدنه کې ولسمشر غني ته په دوحې او اسلام اباد کې د سولې په تړاو د خپلو وروستیو ملاقاتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر غني او خلیلزاد د خبرو اصلي تمرکز په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو و.

صدیقي ویلي:"ولسمشر غني په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر دوام باندې اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی، چې افغانان په ټوله معنی تلپاتې سوله غواړي او په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لري."

دواړو لورو تمه ښودلې چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره لومړی اوربند ټینګ شي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې پر بهیر د بحث لپاره کابل ته یو ځل بیا سفر کړئ، چې په منځني ختیځ کې معتبرې خبري شکبې «عرب نیوز» راپور ورکړی، چې امریکايي پلاوي له طالبانو څخه د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.

د دغه خبري اژانس د راپور له‌مخې د امریکا متحده ایالاتو مذاکراتي پلاوي طالبانو ته ویلي، که چیري دغه لس ورځنی اوربند ونه مني د سولې روانې خبرې به ودریږي.

خو خپله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

زلمي خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ پاکستان ته هم تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ له مشر سره یې پر افغان سولې خبرې کړې وې.

نوموړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو، اوربند ټينګېدو او په بریالیتوب سره د افغان سولې خبرو تر سره کېدو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ نه هرکلی کړی و.

تېره اونۍ د کابل شمال کې پر بګرام پوځي اډې د طالبانو د برید له امله په قطر کې د سولې روانو خبرو کې لنډه وقفه راغلې وه.

XS
SM
MD
LG