د لاس رسي وړ اتصالات

یو ګوزڼ ځپلی ځوان: معلولیت مې ژوند بدل کړ، خو خپلو موخو ته د رسیدو هوډ مې له لاسه ورنه کړ


فرید الله چې اوس زلمی دی خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد او فارمسۍ په برخه کې ترسره کړي دي او وایي چې معلولیت یې ژوند بدل کړی خو له ټاکلو اهدافو یې را ونه ګرځاوه.
فرید الله چې اوس زلمی دی خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد او فارمسۍ په برخه کې ترسره کړي دي او وایي چې معلولیت یې ژوند بدل کړی خو له ټاکلو اهدافو یې را ونه ګرځاوه.

په خوست کې د پولیو قرباني شوی ځوان اوس ټوله ورځ په یوه خصوصي کلینیک کې د ناروغانو درملنه کوي.

فرید الله چې اوس زلمی دی خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد او فارمسۍ په برخه کې ترسره کړي دي او وایي چې معلولیت یې ژوند بدل کړی، خو له ټاکلو اهدافو یې را ونه ګرځاوه.

نوموړی کلونه وړاندې لومړۍ پولیو او بیا د سرک غاړې ماین چاودنې سخت ژوبل کړ خو تسلیم نشو.

د فرید الله کورنۍ په افغانستان کې د تنظیمي جګړو پرمهال د خیبر پښتونخوا میرعلي کې اوسیدل، چیري‌ چې روغتیایي برخه کې ورته ډېره پام نه کیده.

فرید له زیږون وروسته د دریو میاشتو ؤ چې پښه یې فلج شوه او په دایمي معلولیت یې اخته کړ، دی د داسې مرض قرباني دی چې ترعمره به روغ نشي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: ”د مشرانو په وینا، کله چې زه وزیږدم، تقریباً د دریو څلورو میاشتو به وم چې ماته یوه ناروغي پیدا شوه. کورنۍ مې زما د ملاریا په ارتباط درملنه کوله چې ډیرې شدیدې تبې یې درلودې، خو وروسته بیا ثابته شوه چې دا ملاریا نده او د پاکستان ډاکټرانو هم تایید کړه چې زه ګوزڼ وهلی وم.“

خو دې کیسې دلته هم پای ونه موند او ژوند څو کاله وروسته فرید له یوې بلې ازموینې سره هم مخ کړ. دی د سرک غاړې ماین چاودنې ټپي کړ چې معلولیت یې یو په دوه شو.

هغه وویل: ”کله چې زما د پولیو پیښه ثبت شوه خلک خبر شول چې دی ګوزڼ وهلی او په پښه معذور شو، نو له هغې وروسته زموږ په ګاونډ کې ګنو خلکو، کلیوالو او دوستانو، هرچا په واکسین کولو پیل وکړ. خوښ یم چې له هغه وخته وروسته زموږ په چاپیریال کې بیا د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده رامنځته شوې.“

فرید ناهیلی ندی، خو ژوند کې ډېر بدلون محسوسوي، داسې بدلون چې جبران به نشي.

هغه زیاته کړه: ”ژوند کې خامخا تغیر وي، روغ انسان چې ووینې له تا ښه کار کولی شي، خو بیاهم شکر دی چې زده کړې مې کري، ځینې وخت بیا ښه احساس نه لرم، ځکه یو کار ماته مخکې ایښی وي خو زه یې نشم کولی. د مثال په توګه سپورت دی چې باید ما کولی خو زه هغه هم نشم کولی.“

که څه هم د فرید د ژوند بیړۍ چلیږي، خو خپل خپلوان یې هغه نیم سړی یادوي او دلیل یې هم بیځایه نه بریښي.

د فرید ماما، رئیس خان وایي که خلک پولیو خطر ونه ګڼي له دې هم زیات ستونزې پیښولی شي.

هغه وویل: ”د پولیو په واکسین سره د خلکو ژوند ژغورل کیږي، ټولو خلکو ته زما پیغام دا دی چې زموږ فرید جان ته وګورئ، الله ډیره ښایسته ځواني ورکړې دی خو د پولیو له امله محتاج دی، مزل نشي کولی او په کورنۍ هم بوج دی، خو له دې چې فرید لوړې زده کړې کړي، کولای شي کار وکړي او د ځان لپاره نفقه وګټي، خو داسې کسان هم شته چې بیا له ډېرو ستونزو سره مخ وي.“

له نړۍ د پولیو په څېر ناروغۍ ورکې شوي خو افغانستان او پاکستان د ځمکې په سره یوازیني دوه هېوادونه دي چې د فرید غوندې ډېر ځوانان یې په پولیو وخوړل او اوس مهال مات، ګوډ د انسانانو ترحم ته سترګې غړوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG