د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: لا هم له پوتین سره د ټرمپ د احتمالي ملاقات په تمه یو


د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملین د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه اتمه) وویل چې دوی لا هم له ولادیمیر پوتین سره د ډونالډ ټرمپ د ممکنه ملاقات په اړه د متحدو ایالتونو «اشارې» ته منتظر دي.

ولسمشر ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نېټه د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د دواړو هېوادونو مشرانو تېره اونۍ وویل، چې د تماس نیولو لپاره چمتو دي، خو یو یې هم دا خبره ونه کړه چې دا تماس به کله او څنګه وي.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف خبریالانو ته وویل: «تر دې دمه موږ له امریکایانو څخه یوه اشاره هم نه ده لیدلې. چمتوالی په خپل حال دی. هاغسې چې موږ یې اورو د امریکايي لوري چمتوالی هم په خپل حال دی.»

په ۲۰۲۱ کال کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د واشنګتن او مسکو روابط د سړې جګړې راهېسې په تر ټولو ټېټې کچې کې دي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه غواړي «سمدستي» له پوتین سره وویني او د جګړې د ختمېدو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

پوتین د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ یو «هوښیار» شخص وباله او ویې ویل که هغه په واک کې وای، په ۲۰۲۲ کال کې به جګړه نه وای پیل شوې.

کیف د سولې په هر ډول خبرو کې د اوکراین د نه شمولیت له کبله خبرداری ورکړی او پوتین یې تورن کړی دی، چې ډونالډ ټرمپ «انحصاروي».

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG