د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین وایي د اوکراین په هکله د ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین جمعه جنوري ۲۴ ( سلواغې پنځمه) د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ "ځیرک رهبر" وباله او وې ویل چې چمتو دی د اوکراین په هکله ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي پوتین پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، دا یې هم ویلي چې ټرمپ ښایي په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخه نیولې وی.

د روسیې مشر د دولتي تلویزیون سره په مرکې کې د امریکایي سیال سره د خبرو نیټه او ځای په ډاګه نکړ خو زیاته یې کړه چې د واشنګټن لخوا اشارې ته سترګې په لارې دي.

هغه زیاته کړه، " تل مو ویلي او غواړم یو ځل بیا پرې ټینګار وکړم چې د اوکراین پر سر خبرو اترو ته چمتو یو".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ چې په انتخاباتي مبارزو کې یې ویلي د اوکراین – روسیې جګړه په یوې ورځې کې حلوي، تازه یې سپینې ماڼۍ ته تر تګ وروسته له روسیې غوښتي چې خبرو ته حاضره شي.

ټرمپ د روسیې د جمهور رئیس ولادمیرو پوتین په هکله وویل،" هغه باید جوړجاړی وکړي. زه فکر کوم د موافقې په نه کولو سره هغه روسیه تبا کوي. زه فکر کوم چې روسیه به په غټ مشکل کې وي".

ټرمپ تیره ورځ وویل چې چمتو دی په "سمدستي توګه" د خپل روسي سیال سره وګوري خو د نیټې او ځای په هکله یې معلومات ندي ورکړي.

سره لدې چې ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله د اوکراین په مشر انتقادونه کړي خو د همدې اوونۍ په سر کې یې په سپینې ماڼۍ کې د اجرائیوي فرمانونو لاسلیک کولو پر مهال وویل چې زیلینسکي د جګړې پای ته رسولو لپاره موافقه غواړي.


بل خوا اوکراین خبرداری ورکړی چې په هر ډول خبرو کې باید برخه ولري. د اوکراین د جمهور رئیس ددفتر مشر، اندرې یرماک د جمعې په ورځ چې د روسیې جمهور رئیس غواړي د اروپا په برخلیک د اروپا له ګډون پرته خبرې اترې وکړي.
ښاغلي یرماک وویل، " دا نشي کیدی. پوتین باید پخپله واقعیت درک کړي او یا به واقعیت په لور راوړل شي. په عصري نړۍ کې داسې نشي کیدی".

دا خبرې داسې مهال کیږې چې کرملین ویلي غواړي د متحده ایالاتو سره د اټومي بې وسلې کولو خبرې "ژر تر ژره" بیا پیل کړي. کرملین دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، غواړي نړۍ "بې وسلې شي."

د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي بې وسلې کولو خبرې د اوکراین د شخړې پر سر د کړکېچ په ترڅ کې په ټپه ودریدې.

په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په نتیجه کې مسکو له واشنګټن سره د "نیو سټارټ" په نوم د وسلو د کنټرول له وروستۍ موافقې څخه ووت.

امریکا او روسیې څرګنده کړې چې په یو اړخیزه توګه به تر ۲۰۲۶ پورې په تړون کې د وسلو ټاکل شويو محدودیتونو ته ژمن پاته شي، خو دوی لا تر اوسه د بدیل په اړه موافقه نه ده کړې او خبرې د میاشتو لپاره ځنډلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG