کرملین د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۰ (مرغومي ۲۱) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چمتو دی چې کله ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه کار پيل کړي، د خپل امریکايي سیال سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې ټرمپ د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د دویمې غیر پرله پسې دورې لپاره لوړه وکړي.
د امریکا منتخب ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال او د ۲۰۲۴ کال د نومبر د پنځمې له ټاکنو وروسته په وار وار ویلي چې کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه ژر پای ته ورسوي. خو نوموړي تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "ولسمشر [پوتین] په وار وار ویلي چې هغه د ډونالډ ټرمپ په ګډون د متحده ایالاتو د ولسمشر او له نړیوالو مشرانو سره تماس نیولو ته چمتو دی."
تر دې مخکې ټرمپ تېره پنجشنبه وویل چې له پوتین سره د لیدنې پلان د تنظمیدو په حال کې دی. د امریکا منتخب ولسمشر د فلوریډا په مارلاګو کې په خپل استوګنځي کې وویل، "هغه [پوتین] لیدنه غواړي او موږ به یې تنظیم کړو. "
ټرمپ همداشان وویل: "ولسمشر پوتین غواړي ملاقات وکړي او موږ باید جګړه پای ته ورسوو."
کرملین د خبرو له لارې د ستونزو د حل لپاره د ټرمپ د چمتووالي هرکلی وکړ. پیسکوف د جمعې په ورځ دا هم وویل چې مسکو له امریکایي لوري سره د خبرو لپاره کوم مخکینی شرط نه لري.
هغه خبريالانو ته وويل: "هېڅ شرط ته اړتيا نشته، هغه څه چې لازم دي، د دواړو اړخونو لیوالتیا او د خبرو له لارې د ستونزو د حل لپاره سياسي لېوالتيا ده."
ټرمپ هیله لري چې په اوکرایین کې جګړه په ارامه او چټکه توګه پای ته ورسوي، هغه اقدام چې کولی شي کیف دې ته اړ کړي چې داسې یوې معاملې ته غاړه کیږدي چې د مسکو په ګټه وي.
وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ، امریکا له کیف سره په لسګونو میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د لویدیځو هېوادونو له مرستې پرته به د روسیې پر وړاندې جګړه بایلي.
زیلینسکي ټینګار کوي چې ټرمپ باید د هغه د وړاندیز "سوله د ځواک له لارې" ملاتړ وکړي. د اوکراین ولسمشر همداشان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هرې معاملې د یوې برخې په توګه له لویدیځ او ناټو څخه د ځانګړو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له پوتین سره د هر ډول احتمالي ملاقات په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې او د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیورګي تیخي د ټرمپ او پوتین ترمنځ د احتمالي ملاقات په اړه وویل، "ټرمپ لا دمخه د داسې غونډې د پلانونو په اړه خبرې کړې دي، نو موږ هیڅ نوی څیز نه وینو."
هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ خورا ساده دی: موږ په اوکراین کې ټول غواړو چې د اوکراین جګړه په عادلانه توګه پای ته ورسیږي، او موږ ګورو چې ولسمشر ټرمپ هم د دې جګړې د پای ته رسولو هوډ لري."
تیخي وویل چې اوکراین له لوړې وروسته د کیف او واشنګټن ترمنځ د سمدستي خبرو اترو د هغې جملې څخه د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ خبرو لپاره چمتو دی.
فورم \ دبحث خونه