د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د اوکراین د جګړې په اړه د چین د سولې پلان ته شرایط برابر ندي 


مسکو نن د فبرورۍ په ۲۷مه (کب ۸) د اوکراین د جګړې د سیاسي حل لپاره د چین د پلان ستاینه وکړه، خو وویل چې اوسمهال شرایط د دې لپاره مناسب نه دي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "موږ د خپلو چینایي دوستانو طرحې ته پام وکړ. اوسمهال موږ داسې شرایط نه وینو چې دا ټول دې د سولې په لور موجود وي."

چین هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په کړکېچ کې بې طرفه پاتې شي، خو له روسیې سره یې نږدې اړیکې ساتلې دي.

تېره اوونۍ بیجینګ د سولې غږ وکړ او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې ۱۲ ماده ییزه طرحه خپره کړه چې په کې د ټولو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا په پام کې نیول شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د کړکېچ د هواري لپاره په مفاهمه کې باید د اوکراین پر څلورو سیمو د روسیې کنټرول په رسمیت وپېژندل شي.

روسیه ادعا کوي چې د دونیتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون سیمې یې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، خو دغه هېواد ددې سیمو په هېڅ یوې هم بشپړ کنټرول نه لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد یې باید له چین سره کار وکړي، ځکه د ده په اند داسې بریښي چې د چین په نظر کې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت خوندي دی.

هغه دا هم وویل چې یوازینی هیواد چې د سولې نوښت پیل کولی شي هغه هیواد دی چې په خاوره یې برید شوی وي.

په همدې حال کې لوېدیځو هېوادونو پر چین تور لګولی چې د اوکراین په جګړه کې روسیه په وسلو سمبالوي، خو بیجینګ دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG