د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د مذاکرې لپاره چین سره ګډ کار ته اړتیا لري - زیلنسکي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبروري ۲۴ (کب ۵) وویل چې کیف په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین همکارۍ ته اړتیا لري.

ولسمشر زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې بیجینګ پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د پای ته رسولو لپاره خپل دریځ او وړاندیز وړاندې کړ.


په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین له وړاندیز وروسته، زیلینسکي وویل چې د اوکراین په اړه د چین د بحث پیل "بد کار نه دی. زما په اند زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي مسایلو درناوی په کې شوی دی."

د اوکراین ولسمشر دا هم وویل چې کیف په اوسني وضعیت کې له چین سره کار کولو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه: "زموږ دنده دا ده چې د یو [هیواد] د منزوي کولو لپاره ټول متحد کړو."

چین د جمعې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند او د سولې د خبرو د پیل غوښتنه وکړه. دا د چین لخوا د ۱۲ مادو لرونکي یو وړاندیز برخه ده چې د روسیې په وړاندې د لویدیځ بندیزونو پای ته رسولو، په ملکي زیربناوو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات، د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب یقیني کول او د بشري مرستو لیږلو لپاره دهلیز رامینځته کولو غوښتنه کوي. چین په دې شخړه کې د بې طرفه پاته کیدو لټه کوي، خو بیجینګ پر اوکراین د روسیې پر برید له نیوکې ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د "عادلانه سولې" غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره د ''لا زیاتو تلفاتو او ویجاړیو د مخنیوي په خاطر د عادلانه سولې د ترلاسه کولو پر اړتیا'' ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د پولنډ ولسمشر اندري دودا د جمعې په ورځ وویل چې وارسا ته د هغه د امریکايي سیال جوبایډن د سفر پر مهال دوی د اوکراین د اړتیا وړ مهماتو د تولید لپاره خبرې اترې پیل کړې دي.


ښاغلي دودا د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه په ډاګه کولی شم چې ما له ولسمشر بایډن سره د ګډو پوځي تولیداتو د پیل د بیلګې په توګه د مهماتو د تولید په اړه خبرې وکړې. دا خبرې به په یقین سره دوام وکړي."

په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین لویدیځو متحدینو د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې دوی د روسیې د نویو بریدونو د مخنیوي لپاره د کیف توپخانې ته د کافي مهماتو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

د اروپایی اتحادیې مشرې اورسولا فون دیر لاین په ځانګړې توګه اوکراین ته د مهماتو برابرولو په برخو کې د پوځی ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن لومړی د اوکراین پلازمېنې کیف ته په یوه نااعلان شوي سفر ولاړ او بیا یې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه لیدنه وکړه.

د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې په ترڅ کې ولسمشر بایډن د اوکراین د دموکراسۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د متحده ایالاتو په «نه ماتیدونکې» ژمنه ټینګار وکړ.

پولنډ ته د سفر په ترڅ کې د امریکا ولسمشر وویل چې ولسمشر پوتین فکر کاوه چې هغه یو "سرسخت" سړی دی، خو بیا د "امریکا د اوسپنیز هوډ" سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG