د لاس رسي وړ اتصالات

د کورمې خونړي بریدونه؛ سوداګر وايي، خلکو ته میلیاردونه کلدارې تاوان اوښتی


د کورمې کوهاټ جرګه
د کورمې کوهاټ جرګه

د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ سوداګر وایي له تېرو څه نا څه څلور میاشتو راهیسې یې په خونړیو بریدونو کې خورا مالي تاوانونه ګاللي دي، خو د کوهاټ په سرکاري جرګه کې هېڅ استازي نه لري چې د دوی د تاوانونو لپاره غږ پورته کړي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د روان تاوتریخوالي د ختمولو او دايمي اوربند لپاره د سيمې شيعه او سني مشرانو په کوهاټ کې د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه د سولې موافقه لاسليک کړه. د کوهاټ تړون په دوام، د دواړو ډلو مشرانو د روانې فبرورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې او ورپسې د فبرورۍ پر دویمه په پېښور کې جرګه وکړه.

د ځايي سوداګرو په وینا، په کورمه کې دواړو غاړو ته نه یوازې په لویه کچه د سر زیانونه اوښتي دي بلکې له پاړه چیناره تر بګنه زیات شمېر کورونه، هټۍ، ګاډي، او نور کاروباري مرکزونه پکې سوځېدلي. د دوی په وینا د دې تاوانونو اټکل په پاکستانۍ کلدارو څه نا څه نهه میلیارده روپۍ کیږي.

د کورمې سوداګر وايي، تر اوسه هېڅ یوې ډلې ته د رسېدلو تاوانونو حکومتي مرستې نه دي رسېدلې.
له امريکا غږ سره په خبرو کې په بګن کې د سوداګرو د اتحاديې مشر دين ګل وويل، "په بګن بازار کې ٦٣١ هټۍ سوځول شوې او اووه سوه کورونه سوځول شوي دي. په بازار کې د سوځېدلو ټولو هټيو، د سوداګريزه توکیو او کورونو د تاوان تخمین نږدې اته میليارده کلدارې دی. شاوخوا درې یا څلور زره کورنۍ اغيزمنې شوې دي".

نوموړی وايي، د سني او شیعه ډلو د مشرانو په اوسنیو جرګو کې دوی خپل استازي نه لري چې د ورسېدلو تاوانونو لپاره پکې غږ پورته کړي.

د بګن د سوداګرو اتحاديې د مشر دين ګل د ادعا په ځواب کې د کوهاټ جرګې يو مشر او د پارلمان پخواني غړي فخر زمان بنګښ امريکا غږ ته وويل، "په جرګه کې له هرې يوې قبيلې څخه مشران اخيستل شوي دي، خو که دوی ادعا کوي نو زه به د جرګې مشرانو ته ووايم چې د بګن له خلکو څخه هم يو کس پکې واخلي".

بلخوا د پاړه چينار د سوداګرو اتحاديې مشر بیا وايي چې د جنورۍ پر ۱۶ نېټه پاړه چینار ته د مال وړونکو موټرانو پر ګاډو په برید کې د هغه د ۱۶۰ میلیونه کلدارو توکي وسوځول یا ولوټل شول.

حاجي امداد علي د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ١٦) امريکا غږ ته وويل، "سرکار یوازې د تاوان تخمین کړی خو تر اوسه یې راسره هېڅ مالي مرسته نه ده کړې۔"

د پاړه چينار يوبل سوداګر حيدر علي وايي، د هغه درې لارۍ او په هغو کې د ده ټول خوراکي توکي وسوځل شول چې ورته ميليونونه کلدارې تاوان اوښتی دی.

حيدر علي امريکا غږ ته وويل، "زما د ژوند ټوله ګټه وټه د بګن په بازار کې د مال لېږدونکيو موټرانو پر کاروان په بريد وسوځېدله، د ماشومانو د ساتنې لپاره هېڅ کار روزګار نه لرم او نه راسره سرکار مرسته کړې ده."

د بګن يو مدني فعال شاهين ګل وايي، د بګن پېښې د ډېرو کورنیو ژوند په ټپه درولی. هغه امریکاغږ ته وویل، "د سرکار له خوا د بګن بازار بيارغونی لپاره اته سوه ميليونه کلدارې ټېکه منظوره کړې ده او هغه به هم ټېکدار جوړوي خو د بګن سوداګر وايي بايد حکومت دوی ته معاوضه ورکړي چې هغوی يې پخپله جوړ کړي. "

د قبايلي سيمو د افتونو سمبالولو ادارې ( ايف ډي ايم اې) يوه مشر احسان داوړ امريکا غږ ته وويل، دوی په کورمه کې دواړو خواوو ته د اوښتو تاوانونو تخمین کړی دی، خو د بیا رغونې بهیر پیلول به لږ وخت اخلي، "لکه څنګه چې حکومت د نورو قبايلو مالي مرسته کړې وه، د هټيو او کورونو لپاره يې د بيا رغونې کارونه کړي ول، همداسې به د کورمې لپاره هم عملي کارونه کوي."

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې له تېرو څلور میاشتو راهیسې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په نښتو کې نږدې ۱۳۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات ژوبل دي، د تېرې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د دواړو ډلو مشرانو د سولې یو تړون لاسليک کړی دی چې اوس یې د عملي کولو لپاره جرګې روانې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG