د لاس رسي وړ اتصالات

کورمي کې په مهمو ځایونو د پاکستان پوځ له کنترول وروسته پاړه چنار ته د خوراکي‌توکو یو کاروان ورسېده


په کورمه کې د مال لېږدوونکو موټرو قافله د جنورۍ په ۲۲مه له ټل څخه د ضلعې مرکزي ښار پاړه چینار ته رسېدلې ده.

دا تر هغه وروسته ده چې د کورمې په بګن کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال هلته د مهمو ځايونو واک ترلاسه کړ.

له ټله پاړه چینار ته غځېدلې لویه لاره هلته د میشتو سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ تر تاوتريخوالي وروسته له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې تړلې پرته ده.

پاړه چینار کې د هرڅیز کمی دی

د پاړه چینار اوسېدونکي مزمل اغا د جنورۍ پر ۲۲مه (سلواغې ۳) امریکا غږ ته وویل، د نږدې ۶۱ لویو او وړو ګاډو یو کاروان سیمې ته ورورسېد چې خوراکي توکي، درمل، ګاز او نور اړین توکي یې وروړي دي. "دغه یوه قافله راغله نو د هغې راوړی خوراکي توکي به په څه باندې ۷۰۰زره نفوسو کې چا او چا ته ورسي. "

نوموړی زیاتوي چې هلته میشته خلک د خوړو، درملو او تېلو له سخت کمښت سره مخامخ دي. "یوه سیمه [پاړه چنار] چې له تېرو څه کم څلور میاشتې راهیسې محاصره وي او لارې یې ټولې بندې وې نو هلته به د کوم څیز کمی نه وي. "

مزمل وايي، په پاړه چینار کې د موټرو تېل یوه ډېره لویه ستونزه ده، او په تېره بیا د امېدوارو میندو لپاره، ډېرې میندې د تېلو د کمي له لاسه روغتون ته نشي وړل کېدلای او دلته په پاړه چینار کې ډېرې میندې د ماشومانو د زوکړې پر مهال مړې شوې دي.

دی وايي، د اوس لپاره چې دا لږ ډېر مالونه راسېدلي دي‌ خو تر ټولو مهم د پطرول دي چې دلته ورته خلک ډېره زیاته اړتیا لري.

د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۶ نېټه هلته په خوراکي توکیو بار د نږدې ۲۷ ګاډو کاروان روان وو چې په لار کې برید ورباندې وشو.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.

چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل.

پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG