د لاس رسي وړ اتصالات

کویټ د ۲۰۱۵ کال په بمي برید د تورن کس په ګډون پنځه تنه اعدام کړل


د کویټ لوی څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۲۷مه (زمري پنځمه) وویل چې په دغه هېواد کې یې د شعیه ګانو پر یو جومات د ۲۰۱۵م کال د بمي برید د تورن کس په ګډون، پنځه تنه بندیان اعدام کړل.

په هغه خونړۍ برید کې چې د داعش تروریستي ډلې یې مسوولیت‌ پرغاړه واخیست، ۲۶ تنه ووژل شول.

د دغو پنځو کسانو تر اعدام وړاندې، د خلیج دغه هېواد (کویټ) وروستی ډله ییز اعدام، د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې کړی و.

د کویټ لوی څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې، ددغه پنځو کسانو د اعدام حکم چې اکثره یې په قتل محکوم شوي وو، د کویټ په مرکزي زندان کې ترسره شو.

اعلامیې کې همدا راز ویل شوي دي، چې عبدالرحمن صباح سعود چې په ۲۰۱۵ کال کې د جمعې د لمانځه پر مهال یې د کویټ په پلازمېنه کې د شیعه ګانو پر یو جومات خونړۍ برید وکړ، په یادو پنځو کسانو کې شامل دی.

عبدالرحمن سعود چې یو بې تابعیته عرب و، د "سعودي" په نوم جومات ته د بریدګر د راوستلو په تور په اعدام محکوم شو. نوموړي په ابتدايه محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه منلي وو، خو په مرافعه او استيناف محکمو کې يې بیا ټول تورونه رد کړي وو.

په نورو کسانو کې چې د پنجشنبې په ورځ اعدام شول یو کويټی، یو مصری او د کویټي اقلیت یو غړی شامل دي چې ټول په قتل محکوم شوي وو. همدا راز څلورم کس د سریلانکا تبعه و چې د نشه یې توکو په تور اعدام شو.

له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې دا اقدام په کویټ کې "د اعدام د سزا کارولو کې د اندیښنې وړ زیاتوالي یوه بله بیلګه ده".

د بخښنې نړیوال سازمان د کویټ د چارو څیړونکی دیون کینی، د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "کله چې [د اعدام سزا] د هغه مجرمینو په وړاندې کارول کیږي چې په تاوتریخوالي کې ښکیل نه وي، لکه د سریلانکا د تبعه په څیر چې نن اعدام شو ... دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی."

په کویټ کې بمي برید

د کویټ لوی څارنوالۍ په پیل کې، په ۲۰۱۵ م کال کې د شعیه ګانو پر جومات په برید کې د مرستې په تړاو،‌ د اوو ښځو په ګډون ۲۹ کسان تورن کړي‌ وو، خو په ۲۰۱۶کال کې یې د څلورو میرمنو په ګډون اتو کسانو ته په ترتیب سره له دوو څخه تر ۱۵ کالو پورې د بند سزا تایید کړه او همدا راز یو شمېر نور تورن کسان یې بري کړل. همدا شان ‌په کویټ کې د داعش ډلې مشر فهد فراج محارب د اعدام حکم هم ۱۵ کاله بند ته راټېټ شو.‌

کویټ د ۱۹۶۰ لسیزې په نیمایي کې د اعدام د سزا له پلي کیدو راهیسې په دغه هېواد کې لسګونو کسان اعدام کړي دي چې اکثره یې د نشه یې توکو په قاچاق او د قتل په جرم محکوم شوي کسان دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، په سیمه کې په ځانګړې توګه په ایران او سعودي عربستان کې د اعدام سزا په پراخه کچه ده، چې یوازې سږ کال په دغو هېوادونو کې ۷۴ کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

په اروپا کې د سعودي عربستان د بشري حقونو سازمان د جمعې په ورځ وویل چې، په سعودي عربستان کې دا مهال لږ تر لږه ۶۴ کسان چې په هغو کې نهه تنکي ماشومان هم شامل دي، د اعدام په انتظار دي.

XS
SM
MD
LG