د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان سره له جګړې وروسته د قرغیزستان ولسمشر په خپلو خلکو د اتحاد غږ وکړ  


د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف
د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف

له تاجیکستان سره تر سرحدي جګړې وروسته د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف نن دوشنبه سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) په خپلو خلکو د یووالي او اتحاد غږ کړی دی.

په دغې جګړې کې چې تېره اونۍ پیل شوه، په دواړو خواو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او دا په تېرو څو کلونو کې د دوی ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي.

په قرغیزستان کې نن د ملي ماتم ورځ وه. ولسمشر جباروف د ملي‌ ماتم په مراسمو کې وویل: «د اوس لپاره په سرحد کې مرګوني بریدونه بند شوي دي.» نوموړي‌ همدغه راز له خپلو خلکو وغوښتل چې د انلاین «پاروونکو» څرګندونو او بیانونو ته پام ونکړي چې په خبره یې له له نورو هېوادونو سره د قرغیزستان روابط خرابول غواړي.

ښاغلي جباروف وویل: «موږ له خپلو خلکو غواړو چې د خپل یووالي له لارې د چارواکو او وسله والو ځواکونو د ابتکاراتو ننګه وکړي او ارام واوسي.»

د فرانسې خبري‌اژانس وايي چې د ولسمشر جباروف د دغو خبرو یو هدف دا دی چې په قرغیزستان کې د داخلي‌ نا ارامیو د پارېدو مخه ونیول شي چې له ۲۰۰۵کال راپدیخوا یې درې انقلابونه لیدلي دي.

نوموړي‌ همدغه راز وویل چې هېواد یې د پوځ د مجهز کولو او هغو ودانیو د رغولو مالي‌ وړتیا لري چې په جګړې کې زیانمن شوي‌ دي.

هغه زیاته کړه: «نن زموږ پوځ په متفاوت وضعیت کې دی... دا یو حقیقت دی چې هغوی چې زموږ په خاورې یرغل کوي پوځ یې سزا ورکوي.»

د قرغیزستان چارواکو د تازه ارقامو له مخې په جګړې کې په قرغیرستان کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۱۰۲ نور ژوبل دي. چارواکي همدغه راز وايي چې نژدې ۱۳۷زره نور خلک له سیمې څخه وتلي دي.

تاجیکستان وايي چې په دغې جګړې کې یې ۳۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

قرغیزستان او تاجیکستان ۹۷۰ کیلو میتر ګډ سرحد لري چې اکثریت برخې یې مشخصې او معلومې نه دي.

XS
SM
MD
LG