د لبنان عامې روغتیا وزارت یکشنبه اکټوبر ۲۷ ( لړم شپږمه) ویلي چې د دې هیواد په جنوب کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شویدي.
دې وزارت ویلي چې نهه تنه د حاره صیدا په بندري ښار کې وژل شوي او ۳۸ نور ټپي شویدي او لږ تر لږه اوه تنه د عین البال په ښار کې وژل شوي چې یوه نرسه او درې د ژغورنې عمله پکې شامل دي.
د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمه کې موجود و، ویلي چې د حاره صیدا په ښارګوټي کې د اسرائیل سرحد سره نږدې په هوایي برید کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ تر ټولو پورتنۍ برخه په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
خبریال ویلي چې شاوخوا نږدې ودانۍ هم څه نا څه زیانمنې شویدي او دا چې د اسرائیل پوځ پدې سیمې باندې تر بمبارۍ وړاندې خلکو ته د وتلو لپاره هیڅ څه خبرداری نه و ورکړی.
د وزارت معلوماتو له مخې د عین البال په سیمې کې درې تنه وژل شوي چې د یوې خیریه مؤسسې لپاره یې کار کاوه. دا خیریه ډله د یوې شعیه سیاسي ګوند سره تړاو لري چې د حزب الله وسله والې ډلې ملګرې ده.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې UNRWA بیا ویلي چې د برج الشیمالي په ښار کې د اسرائیل یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه یو ښوونځي سره نږدې لګیدلی چې د همدې ادارې لخوا چلول کیږي.
د دې ادارې ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې ښوونځی په مستقیمه توګه ندی لګیدلی او نه هم پکې چا ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تیرې سپټمبر میاشتې ۲۳ مې راهیسې چې اسرائیل په لبنان کې د حزب الله په وسله والو هوایي بریدونه پیل کړي، تر اوسه پکې د دې هیواد عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۱۶۲۰ تنه وژل شویدي.
فورم \ دبحث خونه