د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره ولیدل


د امریکا د دفاع وزیر د هند د سفر نه وروسته افغانستان ته تللی.
د امریکا د دفاع وزیر د هند د سفر نه وروسته افغانستان ته تللی.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي‌ چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استن سره لیدلي دي.

ارګ وايي دا ملاقات د یکشنبې په ماسپښن مارچ ۲۱ (وری۱) په ارګ کې وشو. وايي دواړو لوریو د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه وښوده.

د ارګ اعلامیه وايي: « دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»

د اعلامیې په اساس ښاغلي غني ویلي دي‌ چې «په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.»

د امریکا د دفاع وزیر لوید ښاغلی آستن په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

د ولسمشر غني‌ د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل ټویټر کې لیکلي‌ چې ولسمشر غني له ښاغلي استن سره ملاقات کړی دی.

لوید آستن کابل ته تر سفر مخکې له هندي چارواکو سره د لیدنې لپاره نوي ډیلي ته تللی و.

اسوشیتډپرس وایي ښاغلی آستن داسې مهال کابل ته تللی چې په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو د مودې په اړه بحثونه خورا ګرم شوي‌ دي.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او د امریکا سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا دفاع وزیر پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې تر مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

تیره اونۍ امریکايي رسنۍ راپور ورکړ چې جوبایډن تر نومبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو په پاتې کېدو باندې فکر کوي.

د معلوماتو په اساس دا مهاله په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري.

XS
SM
MD
LG