د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بیسوادۍ د کچې د راټیټولو طرح جوړه کړې


د افغان حکومت د شمیرو له مخې، له ۶۰ څخه نیولې تر ۶۵ فیصده پورې د افغانستان وګړي بې‌سواده دي.
د افغان حکومت د شمیرو له مخې، له ۶۰ څخه نیولې تر ۶۵ فیصده پورې د افغانستان وګړي بې‌سواده دي.

د افغانستان حکومت د بیسوادۍ لوړې کچې ته په کتو، یوه طرح جوړه کړې ده، ترڅو د دولتي او خصوصي سکتور له موجودو امکاناتو څخه په استفادې په دغه هیواد کې د سواد کچه لوړه کړي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سوادآموزۍ د ملي کمیټې په فوق‌العاده غونډه کې، چې د بې سوادۍ د له منځه وړلو او کمولو لپاره له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه وویل، دا مهال د افغانستان له ۶۰ څخه نیولې تر ۶۵ فیصده وګړي بې‌سواده دي.

ښاغلي دانش د بې‌سوادۍ لوړې کچې ته په کتو په دې برخه کې ترسره شوي اقدامات ډير لږ وبلل او له فرهنګي، دیني او مدني فعالینو څخه یې وغوښتل، چې د سوادآموزۍ د طرحې په چوکاټ کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

هغه وویل "له ټولو دیني، فرهنګي، مدني ډلو په ځانګړې توګه د افغانستان له خصوصي سکتور څخه جدي غوښتنه کوو، چې د سوادآموزۍ د ملي بسیج په طرح کې د پوهنې وزارت تر څنګ ودریږي او د سوادآموزۍ د کورسونو په جوړولو سره یا د کتابونو په چاپولو سره او یا د نورو روزنیزو موادو په برابرولو سره، د خپلو خلکو په باسواده کولو کې ونډه واخلي".

ښاغلي دانش په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې په اړه د بشري حقونو د څار ډلې وروستی رپوټ د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل، دا زړه بوږنوونکې ده، چې د افغان نجونو لویه برخه ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

د بشري حقونو د څار ډلې په خپل رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د هرو دریو نجونو له شمیرې دوه یې ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه اوسمهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه ماشومان ښونځیو ته له تګ څخه محروم دي چې ډیره برخه یې نجونې دي.

هغه نا امني او د مناسب چاپیریال نشتوالی ښونځي ته د ماشومانو د تګ په وړاندې د خنډ لوی لاملونه یاد کړل.

د افغان حکومت د شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱۷زره ښوونځي فعالیت کوي، چې په کې د ۳۹ فیصده نجونو په ګډون ۹.۲ میلیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او تر څنګ یې هرکال د سواد د زده‌کړې نږدې ۱۹زره کورسونه جوړیږي او شاوخوا ۴۰۰زره ښځینه او نارینه ته په کې لیک او لوست ښودل کیږي.

د دغو کورسونو د زده‌کوونکو ډيره برخه ښځې جوړوي چې شمیره یې نږدې ۲۲۵زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG