د شمالي وزيرستان په ميرلي کې سلګونو کسانو د روانې ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده. د اتمانزيو جرګې په نوښت د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) وشو چې د سیمې د اوسیدونکو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او اتمانزيو جرګې مخکښانو هم په کې ګډون کړی وو.
احتجاجي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان مشر عيدالرحمن وزير وويل چې دوی پر خپله خاوره امن غواړي خو د هغه په وينا، پوځ د امن ضد تګلارې روانې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې په شمالي وزيرستان کې د ۱۶ زره کسانو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي چې په هغوی کې ښوونکي، دوکانداران، پوليس، ډاکټران، قبايلي مشران او عام ولس شامل دي.
عيدالرحمن غونډې ته وويل: "د پوځ او استخباراتي ادارو دوه کيسې دي. يا طالب درڅخه جوړوي يا جاسوس درڅخه جوړوي. دا د دوی هدف دی."
نوموړي تور پورې کړ چې پوځ يوشمېر بې ګناه کسان نيولي دي او په جعلي مقابلو کې خلک وژني.
که څه هم د پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه د شمالي وزيرستان د احتجاج کوونکو د تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.
په شمالي وزيرستان کې د "امن پاڅون" په نوم دا احتجاج تر هغه وروسته شوی چې په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.
د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) د شمالي وزيرستان په تپي سيمه کې ناپېژندليو وسله والو د يو شخصي موبايل تليفون شرکت درې کارکوونکي وتښتول او ناڅرګند ځای ته انتقال کړل.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۵ او ۲۶ (لړم ۴ او ۵) د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳ پوليس او پوځيان ووژل شول.
شمالي وزيرستان کې د احتجاج ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخه دې ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.
د اتمانزی جرګې يو مشر ملک نثار علي خان وايي چې دوی له تېر يو نيم کال راهيسې د امن لپاره هلې ځلې پيل کړې دي. "چې تر څو پورې د شمالي وزيرستان اتمانزی قام پردې خاوره باندې پروت وي، موږ به خپل مزاحمت (مقاومت) جاري ساتو. موږ به رياست (دولت) پر دې خبره باندې مجبوروو چې موږ ته دې امن راکړي، ځکه دلته ورځ په ورځ ناامني زياتېږي."
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي وو او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت وو خو د ۲۰۱۸ په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.
د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.
دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخه او منظم کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.
د پېښور پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر عرفان اشرف امريکا غږ اشنا ته وويل چې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ولس کې له تېرو څو کلونو راهيسې څرګنده بيداري راغلې ده او هغوی اوس په واز کومې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.
نوموړي زياته کړه چې د پښتنو له خوا د امن پاڅونونو لويه ګټه دا ده چې هغوی نړيوالو ته وښودل چې پښتانه "نه پخوا ترهګر وو او نه اوس ترهګر دي" بلکې "د امن او سوکالۍ غوښتونکي" دي.
بل خوا د پاکستان حکومت د روان کال د جون پر ۲۲ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم کړی دی.
پوځ او حکومت دعوه کوي چې د بدامنۍ ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.
د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د پښتنو دوه ورځنۍ قامي جرګه يا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د ۲۲ پرېکړه ليکونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
فورم \ دبحث خونه