د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا کې ملایان د 'ترهګرو ' جنازې نه کوي


دیني عالمان وايي د ترهګرو دغه برید د اسلامي اصولو خلاف دی
دیني عالمان وايي د ترهګرو دغه برید د اسلامي اصولو خلاف دی

برتانیا کې ۱۳۰ دیني عالمانو او مذهبي مشرانو د یوي اعلامیي په خپرولو ویلي چې د لندن د منچستر د بریدګرو د جنازې لمونځ نه کوي.

دغو دیني عالمانو په یو بیساري اقدام کې ویلي دي چې د وژل شویو د کورنیو درد، غم او ویر ته په درناوي دوی دا پرېکړه کړې ده.

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې لیکلي ملایانو پرېکړه کړې "موږ به د دغو مجرمینو جنازې ونکړو او له ټولو دیني عالمانو غواړو چې دا کار ونکړي. ځکه چې د دوی دا کار د اسلامي اصولو خلاف دی".

دغو دیني عالمانو داسې مهال دا خبره کړې چې له دغې پېښې وروسته ځینو نورو دیني عالمانو ویلي وو چې په خپلو سیمو کې به د تروریزم او افراطیت رېښې له بیخه وباسي.

د برتانیا د مسلمانانو د شورا مشر هارون خان وویل چې په راتلونکي کې به دغو پېښو د مخنیوي لپاره به ارومرو لاس په کار کیږي.

نوموړي وویل د "بریدګرو دا ډول کار هېڅ د توجیه وړ نه دی او ټول دیني عالمان به د برتانیا له حکومت سره په ګډه کار کوي چې په راتلونکې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي".

د بریټانیې د لیډز ښار د جومات امام، قاري عاصم وویل "مونږ د سخت دریځۍ په له منځه وړولو کې پراخ رول لوبولی شو. کله چې د سخت دریځۍ نښې گورو اول گام پکې خبر ورکول دي خو په ورته وخت کې زه فکر کوم مونږ باید ژوره څیړنه وکړو او اصلي حقایق پیدا کړو، چې ایا دا د ځوانې طبقې د بې روزگارۍ، د سیاسي او شخصي نارضایتۍ له امله رامنځ ته کیږي "

د لندن په ختیځ کې د یو بل جومات امام بریدګر "وحشي ترویستان" یاد کړي دي.

بریدګر څوک وو

د لندن د پیښې لومړی تورن ٢٧ کلن خرم بټ ښودل شوی چې په پاکستاني الاصله بريتانوی دی او له کلونو راهیسې د لندن په ختیځ کې اوسېدو.

د بریتانیا پولیس وايي، هغوی او د بريتانیې د کورنیو استخباراتو ''اېم ای ۵'' د خرم بټ په اړه خبر وو، خو نه‌ پوهېدل چې داسې برید به پلان کړي.

د بریټانیې خلک په دې غوسه دي چې خرم بټ د پولیس تر څارنې لاندې و او بیا هم د برید په ترسره کولو کې بریالی شوی.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر بورس جانس د سې شنبې په ورځ وویل چې خلک حق لري پوښتنه وکړي.

ښاغلي جانسن زیاته کړه "د دې کار لپاره مونږ باید د ترهگرۍ ضد هڅو کې ډیره پیسې ولگو. ٥٠٠ میلیونه پونډه به د خفیه استخباراتو ادارې، د حکومتي مخابراتو او د بريتانیا کورنیو استخباراتو ته تخصیص شي. ځکه دوی د دې کار په لومړۍ کرښې کې دي او نن به خلک د ورځپانو په لومړۍ پاڼې کې ولوني چې څنگه دا سړی او ده ته ورته نور زمونږ له شبکو نه تیر شوی؟ څنگه د بریتانیې په چینل ۴ تلویوزن کې ښودل شوی او بیا دې دا ډول کار ترسره کړی؟ دا هغه پوښتنې دي پولیس او ''اېم ای ۵''

د پیښې دویم تورن رشید رضوان پېژندل شوی چې ویل کېږي د لیبیا او مراکش دوه ګونی تابعیت ‌یې درلود.

پولیس وایي، د دغه دېرش کلن سړي په اړه‌ یې هېڅ معلومات نه ‌درلودل.

ایتالوي استخباراتو د سې شنبې په ورځ وویل چې د لندن دریم بریدگر هم پیژندل شوی دی چې یوسف زغبه نومیږي او د مراکش او ایټالیا تابعیت لري. د ده په هکله هم ډیر معلومات ندي خپاره شوي.

د بریټانیې د اسلامي ټولنې مشرانو د دغو دریو ترهگرو سره هر ډول اړیکې رد کړي او ویلي چې په تحقیقاتو کې به د پولیسو سره بشپړ همکاري وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د بریټانیې د اسلامي ټولنې د مشرانو د دې اقدام هرکلی کړی دی.

ښاغلي ټیلرسن د سې شنبې په ورځ په نیوزلاند کې په دې هکله وویل "زه نن ډیر خوشاله شوم چې کله مې نن سهار دا خبر واوریدو چې د لندن ځیني ملاامامان د بریدگرو عمل غندلی او ویلي دي د هغوی د جنازې لمونځ به ونکړي. دا هغه څه دي چې باید وشي، اوس یوازې د مسلمانانو عقیده دا وضعیت بدلوی شي."

د بریتانیا پولیس وايي تر اوسه یې لس کسان د لندن د تاریخي پله د قضیې په ارتباط نیولي دي چې پکې شپږ ښځې هم شاملې دي.

د لندن له برید نه وروسته ځینې خلک وړاندیز کوي چې د تندلاري توب او د ترهگرۍ د احتمالي گواښونو په مخنوي کې د اسلامي ټولنه باید د سخت دریځۍ نښو ته بیداره او محتاطه اووسي.

د جون په درېیمه د لندن برېج یا د لندن په تاریخي پله باندې دریو بریدگرو چې وروسته د پولیسو له خوا ووژل شول په خلکو موټر وخېژاوه او بیا یې په یوه مارکېټ کې په خلکو د چړو ګوزارونه وکړل چې پکې ٧ کسان ووژل او شاوخوا ۵۰ کسان زخمیان شول.

د سې شنبې په ورځ (جون ٦) په هیواد کې ټول بریټانویان د لندن په وخت د سهار په یولسو بجو د لندن برېج د پېښې د قربانیانو په یاد یوه شیبه چوپتیا غوره کړه.

XS
SM
MD
LG