د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې په ډله ییز برید کې ۴پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي


د روژې د میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، چې ورسره په جګړه کې د ښکیلو غاړو تلفات هم زیات شوي.
د روژې د میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، چې ورسره په جګړه کې د ښکیلو غاړو تلفات هم زیات شوي.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت مرکز د پل علم د ښار د پولیسو په لومړۍ امنیتي حوزې باندې د چهارشنبې د ورځې( غبرګولی ۹مه) د سهار شاوخوا پنځه بجو د وسله والو د ډله ییز برید په پایله کې د لومړۍ امنيتي حوزې د امر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، په دې برید کې څلورو بریدګرو برخه لرله، چې د برید په پیل کې یو بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک ټونس ډوله موټر ته چاودنه ورکړه او درې نور ودانۍ ته ننوتل او د افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.

د لوګې د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې درې بريدګر له امنيتي ځواکونو سره د لنډې نښتې په جريان کې ووژل شول او د پېښې ځای د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شو.

ښاغلي احمدزي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د لومړۍ امنيتي حوزې امر، درې پوليس وژل شوي او څلور پوليس او اته ملکيان ژوبل شوي. هغه وویل دغه برید له امله شاوخوا کورونو ته هم مالي زيان رسیدلی دی .

په ورته وخت کې د لوګر د ولايتي ملکي روغتون رئيس ډاکټر عاشق الله مجيدي وايي، چې د پېښې له ځايه دوی ته ۱۶ ټپيان ور وړل شوي، چې ۷ پوليس، ۳ ښځې، ۴ سړي او دوه ماشومان په کې شامل دي.

د دې ډله ييزو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی او د لسګونو پوليسو د وژلو ادعا يې کړې ده.

کندهار کې د ملکیانو مرګ ژوبله

په کندهار کې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د سړک د غاړي په بمي چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه هوايي ډګر ته پر غځیدلي سړک ښوراندام کوتل ته نږدې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، دپېښي قربانیان د ۲۰۵ اتل قول اردو د ترمیم قراردادي مستریان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې د مستریانو د سپرلۍ موټر سهار وختي له کندهار ښار څخه د قول اردو پر لورې د حرکت په حال کې وو چې د سړک د غاړي ماین پرې وچاودیده.

تورن عیسی وویل، چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي وو.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي امریکا غږاشنا رادیو ته وويل، چې چاودنه سهار پنځه بجې رامنځ ته شوې چې په ۱۳ ټپیانو کې د ۶ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG