د متحده ایالاتو د میزوري په ایالت کې سه شنبه ډسمبر درییمه (لیندۍ ۱۳) یو تن چې په یوې نهه کلنې نجلۍ د جنسي تیري کولو او وژلو په تورونو محکوم شوی و ، اعدام شو.
د میزوري ایالت د اصلاحي چارو ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي اعدام شوی شخص کرسټوفر کالینګز نومیده، ۴۹ کاله عمر یې درلوده او په سیمه ایز وخت د ماښام په ۶ بجو او ۱۰ دقیقو په زندان کې اعدام شو.
کالنګز په ۲۰۰۷ کال کې د خپل یو ملګري په ناسکه لور جنسي تیری کړی و او بیا یې وژلې وه. ددې نجلۍ مړی څو ورځې وروسته په یوې کندې کې میندل شوی و.
د کالنګز مدافع وکیلانو په محکمې کې استدلال کاوه چې د پولیسو هغه مشر چې د اعدام شوي شخص اعتراف یې اخیستی و، اعتبار پرې نشي کیدی ځکه له ګډوډیو ډکه سابقه لري خو محکمې دا استدلال ونه مانه.
د میزوري ایالت والي مایک پارسن هم په کالنګز د ترحم غوښتنه رد کړله او پدې سره هغه د وژونکې پیچکارۍ پواسطه اعدام شو.
په متحده ایالاتو په روان میلادي کال کې ۳۴ تنه اعدام شوي چې څلور تنه یې د میزوري په ایالت کې شویدي.
د اعدام سزا د متحده ایالاتو د ۵۰ ایالتونو څخه یوازې په ۲۳ کې لغوه شوې او د اریزونا، کالیفورنیا، اوهایو، اوریګن، پنلسوانیا او ټینیسي په ایالتونو کې بیا مجرمینو ته قانوي مهلت ورکول کیږي.
فورم \ دبحث خونه