د لاس رسي وړ اتصالات

ولکر ترک: د نسلونو راهیسې افغانانو ته له رښتیا ویلو، عدالت او غرامت ورکولو څخه انکار شوی


ولکر ترک په خپل دغه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند مسلو په اړه باید د نړیوالې ټولنې غبرګون هراړخیز او ټولو مسایلو ته په کې ځای ورکړل شوی وي.
ولکر ترک په خپل دغه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند مسلو په اړه باید د نړیوالې ټولنې غبرګون هراړخیز او ټولو مسایلو ته په کې ځای ورکړل شوی وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک ویلي چې په افغانستان کې بنسټیز شوي د معافتیت فرهنګ چې د طالبانو چارواکي په کې شامل دي په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په هره برخه کې له واک څخه په پراخه توګه د ناوړې ګټې اخیستې زمینه برابره کړې ده.

ولکر ترک د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۳) په یو ویډیوي پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې پر خپله پانه خپور کړی ویلي چې نسلونو، نسلونو افغانانو ته رښتیا ویلو، عدالت او غرامت ورکولو څخه انکار شوی دی.

هغه د افغانستان د خاطرو موزیم او د افغانستان د جګړې د قربانیانو کنوانسیون ته په دغه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو د جګړو او بې ثباتۍ پر مهال په پراخه کچه د نړیوالو بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې شوي دي، چې نن ورځ زیات شمیر افغانان ددغو جګړو او تاوتریخوالي د اوږدې مودې راهیسې اغیزې د معلولیت او ټروما په څیر ناخوالې تجربه کوي.

ولکر ترک په دغه پیغام کې ویلي: "بنسټیز شوی معافیت ددی سبب شوی چې په هره کچه له واک څخه د ناوړې کټې اخیستنې زمینه برابره کړي – د داخلي ساحې څخه د حاکمو چارواکو [طالبانو] پورې. د افغانانو نسلونو، نسلونو ته رښتیا ویلو، عدالت او غرامت ورکولو څخه انکار شوی دی".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغه لوړپوړي چارواکي ددغو مسایلو په اړه د نړیوالې ټولنې د غبرګون په هکله ویلي چې باید دا غبرګون هراړخیز او ټولو مسایلو ته په کې ځای ورکړل شوی وي.

ولکر ترک ویلي: "قربانیان او د دغو پیښو څخه پاتې شوي کسان باید د [دغه غبرګون] په مرکز کې ځای ولري په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او همدارنګه زیانمنوونکي او څنډې ته شوي ډلې".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغه چارواکي ویلي چې رښتیا ویوونکي او عیني شاهدان ددغه تاریخي غبرګون ډیر مهم اجزاوې جوړوي او دا چې قربانیان څنګه له کړاونو تیر شوي په اړه یې د پوهې، عزت او د یادونې او هغوی چې ددغو پیښو څخه بچ پاتې د انعطاف لپاره اهمیت لري.

هغه ویلي چې ملګري ملتونه په دې برخه کې مهم رول لوبوي او د بشري حقونو شورا مامورینو په تیرو اوږدو کلنو په موده کې د قربانیانو او ددغو پیښو د ژوندیو پاتې شویو کسانو کیسې راټولې کړي، چې پر ملکیانو باندې د جګړې د اغیزو په اړه رڼا اچوي او د حساب ورکولو له بهیر څخه د دفاع لپاره اهمیت لري.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغه چارواکي په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو د ناخوالو یادونه په داسې حال کې کړې، چې په دغه هیواد کې د شاوخوا څلورو نیمو لسیزو جګړو له امله په زرګونو ملکي افغانانو خپل ژومند له لاسه ورکړی او په زرګونو نور ټپیان او معلول شوي دي.

د تیر جمهوري رژیم پرمهال د جګړې د قربانیانو د درناوي او د قربانیانو د کورنیو د لاس نیوي لپاره د انتقالي عدالت یوه پروژه پیل کړې وه چې تر ډیره په کې د قربانیانو د کورنیو د غړو په لاس نیوي باندې ټینګار کیده.

خو د ځینو ناڅرګندو عواملو له مخې ددې پروژې چارې بشبړې نه شوې. ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال په افغانستان کې یوازې ۸۰۰ زره افغانان د معلولیت د سخت حالت سره مخ دي. ددې سربیره په لسګونو زره نور د معلولیت د بیلابیلو ډولونو څخه کړیږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه وکړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ددې دمخه د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ ایچ‌ اې" په یو وروستي راپور کې چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۳ خپور شوی، ویلي چې افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG