د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د خبریالانو خوندیتوب لپاره دې پر تروریستي ډلو فشار راوړل شي


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، د ۲۰۱۸ کال په لسو میاشتو کې ۱۴ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، د ۲۰۱۸ کال په لسو میاشتو کې ۱۴ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د دې هیواد له نړیوالو همکارانو څخه غوښتي، چې پر خبریالانو باندې د تروریستي ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره دې، پر دغو ډلو او ملاتړو یې فشار راوړي.

ښاغلي دانش، چې د پنجشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱۰) له خبریالانو سره د جرمونو د معافیت د پای ته رسیدو نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وینا کوله وویل، د افغانستان دولت پر خبریالانو او رسنیو باندې د محدودیتونو لګولو او یا له هغوی سره د تاوتریخوالي د ترسره کولو غوښتونکی نه دی.

خو ښاغلي دانش پر خبریالانو باندې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل "نړیواله ټولنه کولی شي، چې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره، له حکومت او رسنیو سره د امنیتي تدابیرو د نیولو په برخه کې مرسته وکړي او همداشان په مخالفینو او د هغوی پر ملاتړو باندې د فشار راوړلو په برخه کې لا جدي اقدامات ترسره کړي".

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د شمیرو په اساس، په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ خبریالان او د ۲۰۱۸ کال په لسو میاشتو کې ۱۴ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دغې کمیټې رئیس نجیب شریفي وویل، چې په روان عیسوي کال کې د طالبانو او داعش ډلې له خوا ۱۲ تنه خبریالا وژل شوي دي.

ښاغلي شریفي په غزني ولایت کې د جګړې پر مهال د طالبانو له خوا د د رسنیو د آنټنونو او د افغانستان د ملي ټلویزیون د ساختمان ویجاړولو ته په اشارې وویل "د طالبانو او داعش ډلې له رسنیو سره په مستقیم ډول په جګړه کې دي".

هغه له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال د خبریالانو د خوندیتوب مسله او د بیان د آزادۍ ارزښتونه په پام کې ونیسي.

ښاغلي شریفي دغه راز د خبریالانو په مرګ‌ژوبله کې د رسنیو مالکان هم ګرم وبلل او زیاته یې کړه، چې یو شمیر رسنۍ د تروریستي بریدونو د خبري پوښښ پر مهال د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه نه کوي.

هغه وویل، چې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه کړنلاره هم جوړه کړې، چې له تصویب وروسته به یې د رسنیو له مسولینو سره شریکه کړي.

XS
SM
MD
LG